د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۵

خبرونه

د بشري حقونو د څار سازمان: د ایران له لوري پر سوداګریزو بیړیو برید جنګي جرم ګڼل کېدای شي

د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی چې د ایران له خوا څو ورځې مخکې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې یې لږ تر لږه پر دوو ملکي سوداګریزو کښتیو بریدونه کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.

دې بشري بنسټ په هغه بیان کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۴مه) یې خپره کړې، ویلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا اوبو کې پر بېړیو بریدونه یې څېړلي دي. دوی زیاته کړې چې ویشتل شوې بېړۍ یې د سمندرونو د نړیوال سازمان تر پوښښ لاندې، د کښتیو د تعقیب په ویبپاڼو کې پېژندلې دي، او دا یې تایید کړې چې دا ټولې سوداګریزې ملکي کښتۍ وې چې غیرنظامي عمله یې لرله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ؛ په ایران کې له مناسبو کسانو سره د جګړې د پایته رسیدو په اړه خبرې کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" د ایران د جګړې د پایته رسیدو په موخه له "مناسبو کسانو" سره خبرې اترې کوي".

د هغه په ټکو، "ایرانیان غواړي له امریکا سره یو جوړجاړي ته ورسیږي".

هغه د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،"موږ د خبرو اترو په حال کې یوو".

خو ټرمپ په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

له دې وړاندې پاکستان ویلي و چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پایته رسیدو په موخه د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.

ټرمپ د خبرو اترو د استازو په اړه څه و نه ویل، خو تایید يې کړه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هغه مرستیال جي ډي ونس به د دې خبرو اترو برخه وي.

ټرمپ وړاندې وویل،" په واقیعت کې موږ له مناسبو کسانو سره خبرې کوو، او هغوي ډیر ډير غواړي چې له موږ سره یو جوړجاړي ته ورسیږي، تاسې اصلا نه پوهیږئ چې هغوي څومره غواړي".

خو د ایران بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره هر ډول جوړجاړی او خبرې اترې رد کړي دي.

شهباز شریف؛ د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، "د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ د حل او منځګړیتوب لپاره چمتو دی".

هغه د سه شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" پاکستان چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پایته رسیدو په موخه د مانادارو خبرو اترو کوربتوب وکړي".

روانه اونۍ له پاکستاني چارواکو سره د امریکايي او ایراني چارواکو د کتنې راپورونه خپاره شوي وو.

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر به د دې خبرو اترو مشري په غاړه ولري.

پاکستاني چارواکو ویلي، د ایران له خوا به د دې هېواد د پارلمان مشرمحمد باقرقالیباف به د خبرو اترو مشري وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و،" د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو يې بریدونه ځکه درولي، څو خبرو اترو ته لار برابره شي".

په ۲۱ولایتونو کې د وروښتونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ریاست نن چهارشنبې د افغانستان په ۲۱ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست په فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندی، غزنی، بامیان، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، کابل، پروان او ننګرهار ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.

له دې سره همهاله، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د روانې میاشتې تر پایه د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د وروښتونو اټکل کړی چې د دې ادارې په خبره، د کرنې په برخه کې به له کروندګرو سره لویه مرسته وکړي.

دغې ادارې د وروښتونو له کبله د سیلابونو خبرداری هم ورکړی دی.

نن چهارشنبې په لندن کې د طالبانو د مخالفو څیرو د ناستې دویمه ورځ ده

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

نن چهارشنبې په لندن کې د طالبانو د مخالفو څیرو د ناستې دویمه ورځ ده.

دغه ناسته چې د "اتفاق او باور جوړونې " تر نامه لاندې پیل شوې له څه باندې ۴۰ د سیاسي ګوندونو، بهیرونو، مدني ټولنو غړو، رسنیو او خبریالانو په کې ګډون کړی دی.

"د افغانستان لپاره د ښځو" په نوم یو بنسټ د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي،" د لندن د ناستې موخه د افغانستان د مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي".

له دې مخکې د طالبانو مخالفو څیرو د تیرکال په میزان میاشت کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ورته ناسته جوړه کړې وه.

د طالبانو حکومت یو امریکايي تبعه دینس کویل خوشې کړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې کویل د اختر په مناسبت خوشې شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کویل د افغانستان د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوی و، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو له سفیر او د دینس کویل د کورنۍ له یوه غړي سره ولیدل.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، کویل شاوخوا یو کال پخوا په افغانستان کې نیول شوی و.

بحرین د ایران خلاف امنیت شورا ته د پرېکړه لیک مسوده سپاري

بحرین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې ده چې که تصویب شي، هیوادونو ته به اجازه ورکړي چې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره له «ټولو لازمو وسایلو» څخه کار واخلي.

په دې وړاندیز شوې مسوده کې د ایران کړنې د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ بلل شوي، او هېوادونو ته اجازه ورکول کېږي چې یا په یوازې توګه او یا هم د څو ملي سمندري ائتلافونو له لارې، د هرمز تنګي دننه او شاوخوا، حتی د هغو هېوادونو په ساحلي اوبو کې چې د دې تنګي پر غاړو پراته دي، له «ټولو اړینو وسایلو» څخه استفاده وکړي، تر څو د تګ راتګ ازادي خوندي کړي او د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې په نړیوالو سمندري لارو کې تګ راتګ بندوي یا ګډوډوي.

محمدباقر ذوالقدر د لاریجاني پر ځای د ایران د ملي امنیت شورا مشر شو

محمدباقر ذوالقدر
محمدباقر ذوالقدر

د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال اعلان کړی چې «د اسلامي جمهوریت د رهبر په موافقه او د مسعود پزشکیان په حکم، محمدباقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.»

مهدی طباطبایی دا خبر د سې‌شنبې په ورځ د ایکسپاڼې له لارې اعلان کړ.

محمدباقر ذوالقدر د علی لاریجانی ځای ناستی شو، چې د کب په ۲۶مه په تهران کې د اسرائیل په برید کې وژل شوی و.

محمدباقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان، نری رنځ د افغانانو لپاره یو جدي روغتیايي ګواښ بولي

د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو‌اېچ‌او) وایي چې د نري رنځ ناروغي لا هم په افغانستان کې یو جدي روغتیايي ګواښ دی.

دې سازمان نن د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د خپل استازي اېډوېن سېنېزا سلوادور له قوله په اېکسپاڼه کې لیکلي چې هر کال زرګونه کسان په افغانستان کې پر توبرکلوز اخته کېږي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د نري رنځ ډېرې پېښې نه تشخیص کېږي.

په خبر کې دا هم ویل شوي چې پر وخت د نري رنځ د تشخیص لپاره او دا چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅوک له پامه نه غورځول کېږي، ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، د دې ساري ناروغۍ له کبله په ۲۰۲۴ کال کې د یو میلیون او ۲۳ زره کسانو مړینې ثبت شوې وې.

جرمني وايي، په برلین کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له لوري معرفي شوی استازی د سفیر په توګه نه پېژني

د جرمني د باندنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له لوري نوی ګومارل شوی استازی د سفیر یا شارژدافیر په توګه نه پېژني.

جرمني دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد ARD تلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د جرمني له تایید پرته خپل یو دیپلومات د برلین د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی دی.

د دویچې ویلې د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل: «د افغانستان په سفارت کې د کارکوونکو د بدلون په اړه موږ ته هېڅ رسمي خبر نه دی راکړل شوی.»

هغه زیاته کړه چې د جرمني حکومت به د افغانستان د طالبانو له حکومت سره اړیکه ونیسي او په دې به ټینګار وکړي چې د سفارت حقوقي وضعیت په اوسني حالت پاتې شي.

د ARD په راپور کې راغلي وو، هغه کس چې طالبانو د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی، له هغو دوو قونسلي مامورینو څخه یو دی چې جرمني د تېر کال په جولای کې منلي وو، څو افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په بهیر کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG