د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

سرچينه: ډېر احتمال شته چې ټرمپ د اقليمي بدلون له موافقې ووځي


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي چې دی به نن د جون په لومړۍ نېټه په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې ایا امريکا به د نړيوال اقليمي بدلون د موافقې برخه پاتې شي که نه؟

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو پر ډونالد ټرمپ فشار زيات کړی چې امريکا له دې موافقې ونه‌وځي.

  • د اقليمي بدلون له موافقې څخه د امریکا د وتلو څومره احتمال شته او که امریکا له دغې موافقې ووځي، نتيجه به‌يې څه وي؟

د راپورونو له مخې د واشنګټن سرچينې وايي چې ډېر احتمال شته ټرمپ له دغې موافقې ووځي.

دا موافقه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ۱۵۹ هېوادونو له‎خوا لاسليک شوې وه.

د څېړونکو نظر دا دی چې که امريکا له دغې موافقې ووځي، د دغه هېواد او د ګڼ شمېر متحدانو اړيکې به‌یې ترینګلې شي او امریکا به د سوريې او نیکاراګوئه تر څنګ درېيم هېواد وي چې د دې موافقې برخه به نه‌وي.

اروپايي مشرانو ډېره لابي وکړه چې ټرمپ قانع کړي چې امریکا له دې موافقې ونه‌وځي، خو ټرمپ ويلي چې د ده د جمهوري غوښتونکو ګوند او د سکرو، برق او تېلو صنایعو هم ورباندې فشار اچولی چې امریکا له دې موافقې ووځي.

  • ټرمپ او د ده جمهوري غوښتونکي ولې غواړي امریکا د دې موافقې برخه نه‌وي؟

ټرمپ د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال ويلي وو چې دی له خلکو د اقليمي بدلون په اړه ضد او نقيض خبرې اوري.

ده د اقليمي بدلون پر دغې موافقې سخت انتقادونه وکړل او اقليمي بدلون‌يې يوه افواه وبلله.

دا لومړۍ نړيواله قانوني موافقه ده چې په نړۍ کې د اقليمي بدلون کچه راټيټول غواړي.

د نړۍ ټولو هېوادونو د زهرجنو ګازونو د اخراج د مخنيوي يا د هغوی د کچې د ټيټولو په برخه کې په رضاکاره توګه ژمنې کړې دي.

  • زهرجن ګازونه کوم يو دي؟

کاربن ډای اکسايډ هغه زهرجن ګاز دی چې له برېښنا کوټونو، موټرونو او سکرو اخراجېږي.

ساينس‌پوهان په دې باور دي چې په هوا کې د کاربن ډای اکسايډ، ميتان او نورو ګازونو زياتوالی د نړۍ د تودوخې درجه زياتوي او د ځمکې کُره تودوي.

د يادونې وړ ده چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې له ۲۰۰۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې له ۲۶ څخه تر ۲۸ فيصده پورې د زهرجنو ګازونو د کچې ټيټولو ژمنه کړې وه.

په برلین کې د اروپايي کمېسيون مشر ژان-کلاود یونکر ويلي، اروپايي متحدانو ډېرې هڅې وکړې چې ټرمپ قانع کړي څو امریکا د دې موافقې برخه پاتې شي او د ده په وينا له دې موافقې وتل به دومره اسانه نه‌وي او دا کار به کلونه وخت واخلي.

XS
SM
MD
LG