د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د اقتصاد وزارت نوې تګلاره


د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې د شفافیت، ارزونې او حساب ورکونې لپاره‌یې داسې نوې لارې چارې لټولي چې د فساد د ورکولو لپاره اغیزمنې دي.

د اقتصاد وزیر وايي چې له ناامنیو وروسته اداري فساد د سترو پروژو او پرمختیايي کارونو پر وړاندې ستر خنډ دی، خو اقتصاد وزارت‌یې پر وړاندې د مبارزې لپاره نوې تګلارې جوړې کړې دي.

عبدالستار مراد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دغې تګلارې د معرفي کېدو غونډې ته وویل چې د نوي پلان له مخې په مالي، تدارکاتي او اداري برخو کې شفافیت لومړیتوب دی او د وزارت د ټولو کړنو معلومات به تر خلکو رسېږي.

دی وايي، د فساد ضد مبارزې له مخې یې تر دې دمه درې تنه د درېیم او څلورم بست چارواکي لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي او لسګونه نور یې له دندو لیرې کړي دي.

عبدالستار مراد.
عبدالستار مراد.

نوموړي زیاته کړه:

"په درېیم او څلورم بستونو کې په فساد تورن چارواکي لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي او هغه چې په اول او دوهمو بستونو کې و لسګونه کسان دي چې له خپلو دندې لیرې شوي، موږ غواړو د سیستم له مخې وچلېږو."

ښاغلی مراد وايي چې د دې تګلارې له مخې ټول تدارکاتي کارونه د وزارت په وېب‌پاڼه او ورځپاڼو کې خپروي.

د مرکزي ډیپو یا سټاک جوړول چې د عامه شتمنيو او ټولو اجناسو کیفیت او کمیت ثبتوي، د دوسیو منظم کول، د وخت تېرولو څخه ځان ژغورنه او داسې نور موارد د دغې تګلارې غټ ټکي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت داسې مهال د فساد ضد د کوټلو ګامونو خبره کوي چې افغانستان په نړیواله کچه په فساد کې نوم لري.

خو د افغانستان حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې چې د مرستو په بدل کې به له دغه هېواده فساد ختموي او په ټولو کارونو کې به شفافیت رامنځته کوي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې په دې برخه کې عملي کارونه محسوسېږي او د اقتصاد وزارت نوې تګلاره کولای شي د فساد کچه لا کمه کړي.

د دغې ادارې مرستیال محمد امین خرمجي وايي چې فساد د افغانستان په اقتصاد، سیاست او نظام کې ریښې لري، خو دا ډول اقدامات مهم دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اقتصاد وزارت د کړنو او اجرأتو خپرول کېدلای شي چې د فساد پر وړاندې مهم اقدامات وي چې کولای شي فساد کم کړي."

د کاکس په نوم په ملي شورا کې د فساد ضد ګروپ وايي، په ټوله کې تر اوسه د دې ډول اقداماتو ملاتړ نه‌شي کولای، خو څېړنې کوي چې د اقتصاد وزارت په خپلو دغو ادعاوو کې څومره رښتینی دی.

د دغه ګروپ مشرې ساهره شریف په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د وزارت د استخدام، تدارکاتو او نورې چارې څېړي او په دې اړه به بیا خپل دریځ روښانه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG