د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

لوی څارنوال: تېر یوه کال کې په فساد تورن ۳۸ څارنوالان محاکمه شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ۳۸ څارنوالان چې تېرکال په فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو، محاکمه شول.

لوی څارنوال فرید حمیدی د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، لویې څارنوالۍ د فساد په وړاندې مبارزه له همدغې ادارې پیل کړې او هر څوک چې د اداري فساد هڅه وکړي، و به نه بخښل شي.

د ده په خبره د فساد ټولې قضیې به په دقت سره وڅېړل شي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي

ښاغلي حمیدي وویل:

"موږ په تېر یوه کال کې ۳۸ څارنوالان او خپل یو شمېر همکاران باالفعل په فساد کي نیولي دي، قضیو ته‎یې رسیدنه شوې او محکمې‏ یې په اړه تصمیم نیولی دی، ښايي دغه مسئله د ځینو نه وي خوښه او داسې فکر کوي چې خلک به وايي چې په دې اداره کې فساد موجود دی، خو موږ رښتینې او زړه‎وره مبارزه لومړی له خپله ځانه پیلوو."

د افغانستان د لوی څارنوال په خبره، پر دغو قضیو سربېره، په وروستي یوه کال کې په دې اداره کې د اداري فساد ۹۰۸ قضیې ثبت شوي چې ۴۰۵ وروستۍ شوي دي.

د لویې څارنوالۍ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د درنو جرمونو قضیو ته د رسېدنې عدلي او قضايي مرکز چې شااوخوا اووه میاشتې مخکې فعال شو، تر اوسه‎یې په دغه مرکز کې د فساد ۱۳ قضیې له محاکماتي پړاونو ايستلې دي.

د افغانستان لوی څارنوال ویلي چې د دغو قضیو د اجراتو له امله باید دوه مېلیارده افغانۍ د دولت بودجې ته ورشي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په عدلي او قضاي مرکز کې تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال په ګډون ځینې دولتي چارواکي محاکمه شوي دي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ که څه هم د فساد پر وړاندې د لویې څارنوالۍ مبارزه ستايي، خو وايي چې د اداري فساد د دوسیو د کره څېړنو لپاره باید ډېر کار وشي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر اکرام افضلي

د دغه بنسټ رئیس اکرام افضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کې شک نشته چې لویې څارنوالۍ په‎دې وروستیو کې د فساد پر ضد جدیت ښودلی او یو څه قضیې‎یې تعقیب کړي دي، خو په دې برخه کې زیات جدیت ته اړتیا شته او د فساد نورو دوسیو ته هم باید رسېدنه وشي."

ښاغلی افضلي وايي، په لویه څارنوالۍ کې دننه هغه کسان چې فساد ته زمینې برابروي، باید په ګوته او ونیول شي.

د ده په خبره، د فساد د دوسیو د ښه څېړلو لپاره په کار ده چې مدني بنسټونه هم د دغو دوسیو څېړل وڅاري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG