د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۹

د ایران ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ولاړو نوماندانو ژمنې


د ایران خلک نن د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې څلور نوماندان په کې سیالي لري رایې ورکوي.

د انتخاباتو نتیجه کېدای شي لوېدیځ سره د تودو اقتصادي او سیاسي اړیکو لپاره د تهران زیارونه نور هم پیاوړي کړي او یا به هغه څلور کلن نسبتاً پرانیستی سیاسي ماحول چې د هېواد په ټولو چارو باندې د تُندلارو د پوره کنټرول نه وروسته رامنځته شوی ختم کړي.

د ایران په نننیو انتخاباتو کې اصلي سیالي د جمهور رئیس حسن روحاني چې نسبتاً منځ لاری ګڼل کېږي او د محافظه کار ملا ابراهیم رئیسي ترمنځ ده.

ایران چې ۸۱ میلیونه وګړي لري او ملایان په کې واکمن دي بېکاري په کې پراخه ده او له خپلو اقتصادي فرصتونو ګټې اخیستو کې ستونزې لري.

۶۸ کلن حسن روحاني چې د واکمنۍ په دوران کې یې ایران د نړۍ شپږو لویو هېوادونو سره اټمي تړون لاس لیک کړ ژمنه يې کړې چې لوېدیځ سره اړیکي پراخوي او ایرانیانو ته به نوره ازادي هم ورکړي.

حسن روحاني.
حسن روحاني.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ولس به د مې په نولسمه اعلان کړي چې د سولې اوارامي تګلارې ته دوام ورکوي که د کړکېچ لاره غوره کوي."

خو د حسن روحاني ۵۶ کلن سیال، ابراهیم رئیسي د ایران د روحاني مشر ایت الله خامنه ای د اعتماد وړ کس ګڼل کېږي.

ایت الله خامنه ای چې ترټولو اوچت سیاسي، پوځي او مذهبي صلاحیت لري کېدای شي د یوه جمهور رئیس د پلانونو مخه هم ونیسي.

ابراهیم رئیسي د اقتصاد په برخه کې د خامنه ای او نورو تُندلارو په نظر دی او د اقتصادي وضعیت د بهتروالي لپاره پر خودکفايي ټینګار کوي.

ښاغلی رئیسي تور لګوي چې جمهور رئیس روحاني ایران نړۍ ته کمزوری ښکاره کوي.

ابراهیم رئیسي چې ویل کېږي د خامنه ای ځایناستی به وي د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې جمهور رئیس روحاني ته په خطاب کې داسې وویل:

ابراهیم ریسي.
ابراهیم ریسي.

"ولې تاسو په خپلو ناسمو پالیسیو باندې د بېوزلو او بډایه خلکو ترمنځ توپیر دومره لوی کړ؟"

ښاغلي رئیسي تور ولګاوه چې روحاني د اقتصاد د ښه کولو لپاره په بهرنې پانګې لګونې زښته زیاته تکیه کوي.

یوې خپلواکې نظرپوښتنې وښوده چې د انتخاباتو په درشل کې روحاني شل نقطې تر رئیسي مخکې وو.

خو په ایران کې دا ډول نظرپوښتنې دومره داعتماد وړ نه دي او ډېرو کسانو دا فیصله نه وه کړې چې چاته رایه ورکوي.

کارپوهان اټکل کوي چې ډېر خلک به په نننیو انتخاباتو کې ګډون وکړي او دا کېدای شي د روحاني په ګټه ځکه تمام شي چي په تېرو انتخاباتو کې د خلکو د ګڼ اشتراک له وجې یا منځ لاری کس یا اصلاح طلب واک ته رسېدلی دی.

رسول نفیسي چې په واشنګټن کې اوسي ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د خلکو د ګڼ اشتراک په صورت کې څنګه چې موږ په تېرو انتخاباتو کې ولیدل معمولاً دا خلک دي چې غواړي یو منځ لاری کس په واک کې وي."

د ایران دولتي تلوېزیون د انتخاباتو مرکزونو مخې ته د خلکو اوږدې لیکې وښودلې چې رای ورکولو ته منتظر وو.

د جمهور رئیس حسن روحاني يوه پلوي د ازادي راډیو فارسي څانګې راډیو فردا ته داسې پیغام رالېږلی دی:

"که چېرې تاسو غواړئ چی ایران سوریه یا عراق شي نو رئیسي ته رایه ورکړئ او که سوله، امنیت او ازادي غواړئ نو روحاني ته رایه ورکړی."

خو د رحماني په نامه د ابراهیم رئیسي یو پلوي بیا داسې وايي:

"زه ابراهیم رئیسي ته رایه ورکوم، دی د اداري فساد مخالف دی او ورسره مبارزه کوي، دی یو ښه مدیر دی او بله داچې دی د ټولنې د بېوزلو او محرومو خلکو ته پاملرنه لري، هغه خلک چې اقتصادي ستونزو سخت ځپلي دي."

دا لومړي انتخابات دي چې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه وروسته په دغه هېواد کې ترسره کېږي.

ایران له دغه تړون سره سم خپل اټمي پروګرام محدود کړ او په مقابل کې یې پر دغه هېواد باندې لګول شوې بندیزونه کم کړای شول.

د انتخاباتو مراکز به د ماښام ترشپږو درای ورکونکو پر مخ پرانیستي وي خو په ایران کې تل د انتخاباتو موده څو ساعته غځول شوې ده.

XS
SM
MD
LG