په ایران کې نن جمعه د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول او رای ورکوونکي د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره انتخاباتي مرکزونو کې صندقونو کې خپله رایې اچوي.
په دغه انتخاباتو کې حسن رحاني، ابراهیم رئیسي، مصطفی هاشمي طبا او مصطفی اقا میر سلیم سیالي کوي.
په یادو انتخاباتو کې د پر شرایطو برابر رای ورکوونکو شمېر تر ۵۶ میلیونه تنو زیات ښودل شوی دی.
د یوې خپلواکې نظر پوښتنې پر بنسټ حسن روحاني د خپل مخکښ سیال ابراهیم ریسي په مقابل کې شل امتیازونه لري.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای په دې انتخاباتو کې د رای له ورکولو وروسته، په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل«د ایران برخلیک د ایرانیانو په لاس کې دی.»
- پخواني معلومات:
په ایران کې نن د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي خو د ایران د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د نتایجو د وړاندوینو په اړه خبرداری ورکړی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال د نننیو انتخاباتو د نتایجو د هرراز اټکل او وړاندوینې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دې حکم له سرغړوونکو سره به وړ چلند وشي.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت مرستیال حسین ذوالفقاري پرون ګواښ وکړ چې که رسنۍ یا نور کسان د انتخاباتو د ګټونکو په اړه له وخته مخکې اټکل یا وړاندوینه وکړي نو محکمې ته به معرفي شي.
ذوالفقاري په یو بیان کې چې پرون خپور شو ټینګار کړی چې د انتخاباتو د ګټونکي په نوم د جشن جوړوونکي به د انتخاباتو د امنیت د اخلالوونکو په توګه وپېژندل شي.
د ایران انتخابات د کورنیوچارو د وزارت له خوا ترسره کېږي او د شورای نګهبان په نوم ځواکمنه شورا څارنه پرې کوي.
له بلې خوا د ولسمشر حسن روحاني انتخاباتي کمپاین له خپلو پلویانو غوښتي چې د انتخاباتو د نتایجو له رسمي اعلان مخکې دې د خپلې بریا په اړه جشنونه نه جوړوي.
د روحاني د کمپاین رئیس په یوه مکتوب کې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د کورنیو چارو وزارت له بیان سره سم له وخته مخکې د رایو د نتایجو له اعلان او د جشنونو له جوړولو ډډه وکړي.
په همدې حال کې په انتخاباتو کې د روحاني اصلي سیال ابراهیم ریسي له حکومته غوښتي چې د انتخاباتو په مسئله کې له قانون سره سم عمل وکړي.
ریسي په یوه بیان کې چې وړمه ورځ ماښام خپور شو ویلي هغو کسانو ته چې د خوشالۍ په دې چاپېریال کې ښايي د ګډوډۍ او ناامنۍ د جوړولو نیت لري نصیحت کوم چې د خلکو ارادې او خوښې ته تسلیم شي.
خو ښاغلي روحاني په همغه ورځ په ځواب کې وویل، دی نه غواړي چې شورای نګهبان پر انتخاباتو څار وکړي بلکې دا کار د ده په وینا باید ځوانان وکړي.
ښاغلي روحاني همداراز په وار وار د سپاه پاسداران او قضاییه قوې په ګډون د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ای تر لاس لاندې ادارې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورنې کړې دي.
د ۱۳۸۸ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې وروسته له دې چې د ایرنا خبري اژانس په ګډون یوشمېر حکومت پلوو رسنیو د رایو د نتایجو له رسمي اعلان مخکې محموداحمدي نژاد د ۲۴ میلیون رایو په ګټلو سره د انتخاباتو د ګټونکي په توګه اعلان کړ د سیالو کاندیدانو میرحسین موسوي او مهدي کروبي پلویانو سخت اعتراض وکړ.
د دې انتخاباتو په نتیجه کې احمدي نژاد د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه غوره شو خو په ایران کې د حکومت پرضد د اعتراضونو داسې یوه بیسارې څپه پیل شوه چې تر ډېرې مودې پورې یې دوام وکړ.