د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۳

د ایران انتخاباتو ته یوه ورځ پاتې چې سبا جمعه ترسره کېږي


د ایران د ولسمشرۍ د دولسمې دورې انتخاباتو ته یوه ورځ پاتې شوه. حسن روحاني، ابراهیم رئیسي، مصطفی هاشمي طبا او مصطفی اقا میرسلیم به سبا جمعه د غویي په ۲۹مه سیالي ته سره ودرېږي.

روحاني او رئیسي تر نورو مخکې ښکاري. دوو نورو کاندیدانو محمد باقر قالیباف او اسحق جهانګیري څو ورځې مخکې تر انتخاباتو له کاندیدۍ لاس واخېست، قالیباف د رئیسي په ګټه او جهانګیري د روحاني په ګټه له کاندیدۍ تېر شول.

سبا جمعه د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه وخت د ښارونو او کلیو د شوراګانو پنځم انتخابات هم په ایران کې ترسره کېږي.

د ایران مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎اي د چهارشنبې په ورځ له خلکو وغوښتل چې په سوله ییزه او امن فضا کې رأیي ورکړي.

خامنه‎اي:خلک دې په سوله ییزه او امن فضا کې رأیي ورکړي.
خامنه‎اي:خلک دې په سوله ییزه او امن فضا کې رأیي ورکړي.

نوموړی وايي:

"د سیمې هېوادو ته وګورئ، کوم ځای دی چې ناامنۍ په‎کې نه‎شته. په دې ناامنه چاپیرال کې د خدای په فضل او توفیق اسلامي جمهوریت په امنیت او ارامي کې د انتخاباتو په ترسره کولو بوخت دی. "

داسې ګومان کېږي چې خامنه‎اي د ابراهیم رئیسي ملاتړ کوي خو تر اوسه هېڅ ایراني چارواکي دا خبره نه ده تائید کړې.

حسن روحاني په حقوقو کې دوکتورا لري او ابراهیم رئیسي په فقه او حقوقو کې دوکتورا اخېستې ده.

حسن روحاني د ښځو او نجونو په باور تر نورو کاندیدانو غوره دی او دوی وایي چې روحاني په تېره دوره کې دوی ته نسبتاً ډېر کار کړی دی.

۱۹ کلنه غزاله ابراهیمي چې د تهران په ټکنالوژي پوهنتون کې محصله ده، وایي:

"د روحاني په حکومت کې ښځو ته د ډېر کار ورکولو حق ورکړل شو. ګومان کوم چې یوه شمېره چې خپره شوې ده، درې پنځوس په سلو کې کارونه ښځو ته سپارل شوي چې دا زموږ لپاره ډېره ښه ده."

د ایرنا دولتي اژانس په وینا تر ۵۶ میلیونه ډېرکسان اوس د دې جوګه دي چې رأیي ورکړي. د ایران د اساسي قانون له مخې که یو کاندید هم ونه توانېدو چې پنځوس جمع یو رأیي خپلې کړي نو بله جمعه به دوهم ځلي انتخابات وشي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت غوښتل چې یو ځلي نتیجې اعلان شي او داسې ونه‎شي چې یو ځل به ابتدایي نتیجه معلومېږي او بیا به عمومي نتیجه، خو نګهبان شورا چې په ایران کې هره وروستۍ پریکړه کوي، دا خبره رد کړه او ویې ویل چې نتیجې به تدریجي اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG