د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ایا افغان پارلمان کې د نظم مراعتولو او کلام عفت لپاره کوم اصول شته؟


د افغانستان په ملي شورا کې کله ناکله ځینې وکیلان یوه بل ته سپکې سپورې وایي، او داسې هم شوي دي چې فزیکي شخړې سره وکړي.

د افغانستان د خلکو په دې کور کې داسې اصول شته چې د دا ډول ستونزو مخه ورسره ونیول شي؟

د وکیلانو ترمنځ کله ناکله شورماشور وي، یو نیم ځل پکې لاس هم اچول کېږي او ځینې وکیلان په بوتلونو او هر هغه څه چې پر مېزونو ورته پراته وي یو بل وهي.

د افغانستان په ملي شورا کې دغه ډول شخړې کله انفرادي وي او ډېر کله ډله ییزې وي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی نادر خان کټوازی په دې باور دی چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي په خپلو کې پخوانۍ تربګنۍ پالي.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته ډېر داسې کسان شته چې د دوی ترمنځ اختلافات دي، وژنې یې سره کړې دي، پخواني زورواکان چې راغلي دي د دوی ترمنځ دا بېخي عادي خبره ده چې یوه بل ته ښکنځل وکړي یا پیغور ورکړي."

د ولسي جرګې د داخلي دندو په اصولو کې وکیلانو ته یو په یو د دوی د چلند په اړه توضیحات ورکړل شوي دي.

د دې اصولو په شپږڅلویښتمه ماده کې راغلي دي چې یو وکیل به د هغه چا مخته نه تېرېږي چې خبرې کوي، د بل د خبرو پر مهال به غلی وي، د رئیس له اجازې پرته به خبرې نه کوي، د بحث له موضوع به بهر څه نه وایي، تر درې دقیقو به ډېر نه غږیږي، داسې کلیمات به نه استعمالوي چې ګډوډي رامنځته کوي او له لفظي ګواښ او فزیکي چلنده به ډډه کوي.

کله چې ځینو غړو د داخلي وظایفو له اصولو سرغړونه کړې ده، داسې هم نه ده چې د همهغې ورځې د غونډې مشر هغه ته صبر کړی دی.

د جلسې مشر پر امنیتي ځواکونو غږ کړی دی چې یو وکیل په زوره له غونډې وباسي.

د دې سربیره بیا هم د ولسې جرګې یو شمېر غړو اصول نه دي مراعات کړي.

په ځینو مواردو کې بیا د سرغړونو سربېره له سرغړونکي وکیل سره نرم چلند شوی دی، د ولسې جرګې غړی نادرخان کټوازی د یو شمېر وکیلانو په اړه وایي:

"تر اوسه موږ اصول وظایف داخلي لوستی نه دي، پرې پوهېږو نه او یوه ستونزه دا ده چې ځینو ته چې د وکلات نوم واخیستل شي نو ډېر وکیلان دغه مصؤنیت نه پېژني چې اساسي قانون ورکړی دی، دوی داسې فکر کوي، که وکیل هرڅه وکړي هغه ته څوک څه نه شي ویلی."

د افغانستان د اوسنۍ ولسې جرګې ۲۴۹ غړي د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر د ۱۸ نېټې د انتخاباتو له لارې انتخاب شول.

د دوی دوره پنځه کلنه کاري دوره پای ته رسېدلې ده او حکومت وایي چې د تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله د ولسي جرګې انتخابات تراوسه ځنډېدلي دي خو ژمن دی چې دا انتخابات به ترسره کوي.

خلک له ولسې جرګې څه تمه لري؟

د سیاسي چارو کتونکی مشتاق رحیم وایي:

"زموږ د ولس دا دنده ده چې ملي شورا ته داسې خلک واستوو چې هم د تحصیل له مخې او هم د سیاسي مخینې له مخې د دې وړتیا ولري چې د پارلمان غړی شي، بل لور ته د پارلمان مشرتابه هیئت دا وظیفه لري چې د ملي شورا د داخلي دندو د اصولو په تطبیق کې جدیت وښیي او عملاً یې تطبیق کړي."

په افغانستان کې له نېږدې څلورو لسیزو راهیسې جګړې او نښتې روانې دي.

د اوږدې مودې دغو ناکراریو خلک حساس کړې دي او د دې پر ځای چې فکري اختلافات د خبرو له لارې هوار کړي شخړو ته مخه کوي.

په ولسې جرګه کې چې د قانون د پلي کېدو پر سر په طبیعي ډول د نظر اختلاف وي، دغه اختلاف کله ناکله په خبرو نه هوارېږي او په شخړو اوړي، ځیني وکیلان په دې باور دي که چېرته پر دوی د دوی له لورې جوړ شوي اصول سم تطبیق شي داسې مشکلات به نه وي.

XS
SM
MD
LG