د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

"نصیر احمد دراني ته شوی سپکاوی باید جدي ونیول شي"


که څه هم د افغانستان په ولسي جرګه کې د وکیلانو ترمنځ لفظي او فزیکې شخړې نوې نه دي خو ښايي دا لومړی ځل وي چې یو وکیل له وزیر سره فزیکې شخړه کوي.

د کلیو او پراختیا وزارت مسولین وايي، نصیراحمد دراني ته شوی سپکاوی باید جدي ونیول شي.

د کلیو او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسي جرګه، عدلي او قضايي ارګانونه باید غلام سخي مشواڼي ته د کړي سپکاوي له کبله قانوني سزا ورکړي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه:

"د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر له اداري هییت او ټول استازو څخه غوښتي چې د غلام سخي مشواڼي توهین امیز حرکت باید د ولسي جرګې د داخلي اصولو پر اساس قانوني او همه جانبه تصمیم ونیسي."

د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په جرګه کې د کونړ د خلکو د استازي غلام سخي مشواڼي او د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني ترمنځ هغه مهال فزیکي شخړه وشوه چې ښاغلي دراني په یوې پروژې کې د مشواڼي د غیرقانوني غوښتونو خبره وکړه.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د غلامي سخي مشواڼي د دندې د ځنډېدو پریکړه یې کړې خو د جرګې دوه ثلثه یې باید تایید کړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د جرګې دوه ثلثه غړي د اداري پلاوي پریکړه تایید کړي د یوه کال لپاره به د غلامي سخي مشواڼي دنده وځنډول شي.

ښاغلي انعامي زیاته کړه:

"د اداري پلاوی ترمنځ داسې پریکړه شوې چې له مجلس نه مصوبه واخلو چې دی تر لسو ورځو جرګې ته را نه شي او په دغه لسو ورځو کې موږ د ده د وظیفوي د یوه کلن تعلیق په اړ تصمیم ونیسو خو دا د مجلس د غړو پورې اړه لري باید یو ثلث لاسلیک وکړي او دوه ثلثه یې تصویب کړي له هغې پرته موږ په دې کار نه شو بریالي کیدای."

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په ولسي جرګې له نصیر احمد دراني سره شوی برخورد واضح سپکاوی ګڼي او سپارښته کوي چې غلام سخي مشواڼۍ باید څارنوالۍ ته معرفي شي.

ښاغلي ستانکزی وايي، په ولسي جرګې له نصیر احمد دراني سره شوی برخورد واضح سپکاوی ګڼي.
ښاغلي ستانکزی وايي، په ولسي جرګې له نصیر احمد دراني سره شوی برخورد واضح سپکاوی ګڼي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د قانون له نظره مساله ډېره واضح ده هغه په دې معنا چې مشهود جرم دی د ټولو اشخاصو پر وړاندې عمل ترسره شوی دی هیت اداري باید قضیه څارنوالۍ ته د تعقیب لپاره ورکړي."

له دې ټولو سره ـ سره په خپله غلامي سخي مشواڼی بیا وايي که څه هم ده نه غوښتل چې د کلیو او پراختیا پر وزیر وار وکړي خو په خبره هغه ده ته سپکې سپورې وویلې نو ځکه یې پرې وار وکړ.

غلامي سخي مشواڼي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ده او نصیر احمد دراني قضیه باید په بې طرفه توګه وڅیړل شي او په ورته وخت کې یې وویل چې دی د خپل ځان په اړه د جرګې هر ډول کېدونکې پریکړې ته احترام لري.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG