د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

ارتاق: پراختیايي پروژې تر ډېره بې کیفیته بشپړې شوي


ولسي جرګې د افغانستان د ماليې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا او د فواید عامې وزیران په بشپړه توګه د پراختیایي پروژو د نه عملي کېدو له امله استجواب کړل.

د دې جرګې یو شمېرغړي وایي چې په روان کال کې باید ټولې هغه پراختیایي پروژې عملي شي چې په بودجه کې شاملې شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان د مالیي وزارت وایي تمه ده چې سږکال پراختیایي بودجه ۸۰ فیصده ولګول شي.

که څه هم هرکال د حکومت له خوا د پراختیایي پروژو د عملي کېدو لپاره بودجه ځانګړې کېږي خو په بشپړه توګه د بودجې نه مصرفول او په پراختیایي پروژو کې نیمګړتیاوې تل د خلکو د شکایتونو اواندیښنو سبب ګرځیدلي.

د ولسي جرګې غړي محمد هاشم ارتاق وویل چې پراختیایي پروژې تر ډیره په بې کیفیته توګه بشپړې شوي او غوښتنه یې وکړه چې نیمګړې پروژې باید هرو مرو بشپړې شي.

ښاغلي ارتاق زیاته کړه:

"د مالي کال۴ میاشتې تیرې شوي خو تدارکات او مالي چارې لا پیل شوي نه دي. داسې پروژې شته چې له درې څلورو کلونو راهیسې ادامه لري خو تر اوسه هم پلي شوي نه دي."

په همدې حال کې د مالیي وزیر اکلیل حکیمي وایي چې په تېر کال کې پراختیایي بودجه ۵۵ فیصده ولګول شوه او په روان کال کې باید دا اندازه د ده په خبره ۸۰ فیصدو ته ورسیږي.

اکلیل حکیمي وایي چې په تېر کال کې پراختیایي بودجه ۵۵ فیصده ولګول شوه.
اکلیل حکیمي وایي چې په تېر کال کې پراختیایي بودجه ۵۵ فیصده ولګول شوه.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"حکومت مکلف دی چې د اړتیا وړ بودجه چې ژمنه یې کړې، هغه پیدا او هره پروژه پلي کړي. فوق العاده موضوع دا ده چې موږ دوو کنفرانسونو ته ځو چې د نړۍ ژمنې تازه کړو. د هغوی غوښتنه له موږ څخه دا ده چې د انکشافي پروژو لګښت لوړ کړو. سږ کال باید لږترلږه دا لګښت ۸۰ فیصده وي."

په همدې حال کې جنجالونه او توندې خبرې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د فزیکې شخړې سبب وګرځېدې.

د فزیکي شخړې صحنه
د فزیکي شخړې صحنه

کله چې په دې جرګې کې د کونړ د خلکو د استازي غلام سخي مشواڼي خبرې پرې پرې شوې، هغه په غوصه شو او د ولسي جرګې په دویم منشي عرفان الله عرفان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا پر وزیر نصیراحمد دراني یې ګوزار وکړ.

د ولسي جرګې د غړي غلام سخي مشواڼي دی کار د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزیر نصیر احمد دراني غبرګون هم را وپاراوه:

"ستاسې د ټولو قدرمنو خویندو، وروڼو له ملاتړ، شرافت اوعزته مننه کوم او په ډیرې بې صبرۍ سره ستاسې د تصمیم انتظار باسم.درې کاله مشواڼي صاحب یوه پروژه ګروګان کړې وه، پروژه ما انتقال کړې.ده شرکت ته ویل ماته په کې ۲۰ فیصده ونډه راکړه، شرکت ۲۰ فیصده نه ورکوله او ما شرکت ته ویل چې زه د پروژې کیفیت غواړم."

ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د غونډې مشري یې کوله له ښاغلي دراني نه بخښنه وغوښته او ویې ویل چې له غلام سخي مشواڼي سره به د کورنیو دندو د اصولو له مخې چلند وشي.

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"زه په لومړي ګام کې د ولسي جرګې په استازیتوب له جناب وزیرصاحب څخه معذرت غواړم او کومه سزا چې سزا قانون ویلې، هغه به ورکول کیږي."

ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د غونډې مشري یې کوله له ښاغلي دراني نه بخښنه وغوښته.
ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د غونډې مشري یې کوله له ښاغلي دراني نه بخښنه وغوښته.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخکې کله چې د دې جرګې کوم غړی د اداري پلاوي او یا هم د کوم را بلل شوي میلمه په وړاندې سپکاوی وکړي، نو د دې جرګې د دو برخو وکیلانو د فیصلې سره سم هغه د یوې ورځې، لس ورځو او یا هم د یوه کال لپاره له دی جرګې څخه ایستل کیږي.

د ولسي جرګې غړو د غلام سخي مشواڼي په اړه د دې جرګې د غړو د لاسلیکونو را ټولول پیل کړي او دا به معلومه شي چې د هغه پر وړاندې به څه ډول پریکړه کیږي.

د ملي شورا په تېره د ولسي جرګې په غونډو کې تر دې وړاندې هم ډير کله فزیکی شخړې او پر یو بل ګوزارونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د دې جرګې یو غړی په استجوابیه غونډه کې د کابینې پر یوه غړي حمله کوي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG