د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

"ځینې وکیلان د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح پر مهال بې تفاوته وي"


د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې د دې جرګې یوشمیرغړي د کاندید وزیرانو د پروګرامونو تشریح ته غوږ نه ږدي او په ولسي جرګه کې ګډوډي رامنځ ته کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د شنبې په سهار هم د کاندید وزیرانو پر سر د اختلاف له امله د دې جرګې دوو ښځینه وکیلانو فزیکي شخړه وکړه.

شکیبا هاشمي او لیلما حکیمي سخت اخ و ډب جوړ کړ چې په پای کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي له خوا له غونډې څخه وایستل شوې.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې دا د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح په ورځو کې د وکیلانو لومړی شخړه نه ده؛ بلکې پخوا تر دې هم یو شمیر نورو یې د مجلس اصول تر پښو لاندې کړي دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال په دې اړه وویل:

"د غونډې نصاب ۱۲۵ تنه کیږي، کله کله وکیلان په ډله ییز ډول ولایتي سفرونه لري؛ کله هم بهرني سفرونه لري؛ کله ناجوړ وي او کله هم د مختلفو عواملو پراساس نه دي توانیدلي چې غونډو ته په منظم ډول باندې ځانونه ورسوي؛ خو بیا هم هرتصمیم چې نیول شوی دی هغه د ولسي جرګې د کورنیو د اصولو په رڼا کې چې پنځوس جمع یو دی. اساسي حکم هم همدا دی نصابونه بیاهم پوره شوي دي او تصمیمونه نیول شوي دي."

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړې راضیه سعادت منګل وایي چې په دې جرګه کې د خلکو استازي باید خپل مسوولیت سم ترسره کړي:

"زما شخصي نظر دا دی چې اکثرا ولسي جرګې ته چې راغلي دي؛ په سیاسي وابستګیو یا اصلاً کاري سابقه نه لري یا اجتماعي مسولیتونه یې پرمخ نه دي بیولي یا اداري کار یې نه دی کړی؛ نو زه فکر کوم مسوولیت پذیري په دوی کې کمه ده."

وروسته تر هغو چې ولسمشر د کابینې ۲۵ تنه کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل؛ تر دې دمه نهه تنه کاندید وزیران او د ملي امنیت ریاست ته کاندید خپل پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي دي.

که څه هم چې د کاندید وزیرانو له خوا وکیلانو ته د پیسو ورکولو او میلمستیاوو د ورکولو ګنګوسې شته؛ خو یو شمیر خلک په دې باور دي؛ چې د ولسي جرګې وکیلان باید په پوره غور سره د کاندید وزیرانو کاري پروګرامونو ته غوږ شي او تر بشپړې ارزیابۍ او څیړلو وروسته هغوی ته د باور یا عدم اعتماد رایې ورکړي.

XS
SM
MD
LG