یوه افغان پیلوټه غواړي په یوازې ځان د ټولې نړۍ یوه دوره ووهي.
ښایسته واعظ به په الوتکه کې اوږد خو تاریخي سفر وکړي.
۲۹ کلنه افغان پیلوټه به په تاریخ کې لومړۍ ځوانه ښځه وي چې په خپله الوتکه کې به له ټولې نړۍ راتاوېږي.
واعظ غواړي د نړۍ د چارچاپېره سفر لپاره په ۱۸ هېوادونو وګرځي.
د ښایستې سفر له فلوریډا پیل شوی په هسپانیې، مصر، هند، سنګاپور او اسټرالیا تاوېږي او بېرته به د اګسټ په میاشت کې فلوریډا ته ستنه شي.
هغې د دوشنبې په ورځ د اتلانتیک سمندر په سر د پرواز تابیا نیوله چې د فرانسې خبري اژانس ورسره مرکه کړې ده.
د دې سفر چې ټول ټال ۲۵۸۰۰ کېلو متره دی د نړیوالې ملکي هوايي چلند ادارې له خوا تمویلېږي.
ښایسته واعظ په امریکا کې لویه شوې ده خو وايي، دغه هېواد ته تر رارسېدو او زیاتو سختیو تېرولو وروستهیې د نورو لپاره په زړه کې هیلې ټوکېدلي او د دې په خبره نور هم کولای شي په زیار سره ځانونه یوځای ته ورسوي.
نوموړې زیاتوي:
"په اصل کې له افغانستانه راتلل او په دې هم پوهېدل چې د نورو خلکو هڅول او هغوی هیلهمند ساتل ستونزمن کار وي. په خاصه توګه که غواړي یوه ښه راتلونکې هم ولري. ما یوازې ونهغوښتل چې په دې اړه فکر وکړم ومېغوښتل چې واقعاً په عمل کې په دې اړه یو کار وکړم."
واعظ چې یو وخت له پیلوټۍ وېرېده اوس په «Beech Bonanza A36» ملکي الوتکه کې پرواز کوي.
د واعظ کورنۍ په افغانستان کې د شوروي یرغل له پای ته رسېدو سره سم د کډوالۍ له یوه کمپه په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته کډه شوې وه.
ښایسته واعظ به د نړۍ د چارچاپېره سفر د بشپړولو لپاره ۳۰ ځایه تم کېږي چېرته چې د دې لپاره د ښوونځیو له ماشومانو او بېلابېلو خلکو سره د لیدنې زمینه برابرېږي او هغوی ته به ویناوې هم وکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی