د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

کورنیو چارو وزارت پوځي قوانینو کې د بدلون غوښتونکی دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، روانو حالاتو او شرايطو ته په کتو اړتیا ده چې په امنیتي او پوځي قوانیو کې يو لړ بدلونونه راشي او دغه قوانین د وخت او خلکو د غوښتنو سره سم عیار شي.

تاج محمد جاهد د يکشنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو د قانون د اصلاح او بیاکتنې حقوقي کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې که د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو په پوځي قوانینو کې يو لړ بدلونونه راشي نو ګټورې پایلې به ولري.

تاج محمد جاهد.
تاج محمد جاهد.

نوموړي زیاته کړه:

"په پوځي برخه کې د نافذه قوانینو ځېنو برخې له اوسنیو حالاتو سره اړخ نه‌لګوي نو د هېواد روانو حالاتو ته په کتو باید په‌کې بدلون راشي څو د نوې ټکنالوژۍ په ګډون له نورو زیاتونو سره د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي."

ښاغلي جاهد وویل، پولیس د قانون پلي کوونکي دي او قانون باید پر ټولو وګړو يو شان پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو له مخې پولیس د بشري حقونو په سرغړونې، اداري فساد، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، وظیفوي غفلت او په يو شمېر نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر چې د پولیسو د قوانینو د اصلاح او بیا کتنې کنفرانس ته‌يې خبرې کولې وویل چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په يو شمېر قضیو کې پولیس په مستقیم ډول ښکېل دي چې لامل‌يې د پولیسو نه مسلکیتوب او د عامه پوهاوي نه‌‎لرل دي.

اغلې سمر وویل چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د مخنیوي لپاره باید د افغانستان پولیس مسلکي شي او دوی په یاده برخه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سره يو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړی چې له مخې به‌یې پولیسو ته د بشري حقونو په برخه کې روزنه ورکړل شي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د دفاعي او داخلي امنیت کمېسیون يو شمېر غړي د پولیسو په قوانینو کې د اصلاح او بدلون تر څنګ د قوانینو پر پلي کېدو هم ټینګار کوي.

له دې ډلې هاشم الکوزی وايي، د پولیسو هغه جنرالان او منسوبین چې له خپلې دندې څخه ناوړه ګټه اخلي او په فساد کې ښکېل دي باید ورسره قانوني چلند وشي.

هاشم الکوزی.
هاشم الکوزی.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه جنرالان چې پیسو ته ناست دي او قانون‌يې تر پښو لاندې کړی، هغه باید محاکمه شي هغه باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي، هغه که هر څوک وي چې قانون ته درناوی نه‌لري او قانون له ځانه ټيټ بولي هغه باید له دندې څخه لیرې شي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي او داخلي امنیت کمېسیون مشر میرداد خان نجرابي وايي، د پولیسو په قوانینو کې بدلون د وخت اړتیا ده خو د کورنیو چارو وزارت مسؤلین او منسوبین لومړی باید قانون پر ځان پلی کړي چې په ټولنه کې خلک پر دوی اعتماد پیدا کړي.

ښاغلی نجرابي وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید د هغو پولیسو په وړاندې چې له خپلې دندې څخه ناوړه استفاده کوي جدي اقدام وکړي او دا ډول افراد باید د قانون منګولو ته وسپاري څو په ټولنه کې قانون يو شان پلی شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG