د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

کارپوهان: څو د ارګانونو ترمنځ همغږي نه وي د حملو مخه نشي نیول کېدای


د جمهوري ریاست د چارو د ادارې دروازې، د ماليې او دفاع وزارتونو او د پولیسو دوهمې حوزې ته نېږدې د چهارشنبې د ورځې انتحاري حملې کابل ښاریان سخت اندیښمن کړي دي.

ځینو کابل ښاریانو د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، له سختو امنیتي تدابیرو سره-سره په دغه سیمه کې له یوه کال راهیسې څو انتحاري حملې او چاودنې وشوې.

دوی له حکومته وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې څخه دې د دغو حملو مخه ونیسي.

دوو کابل ښاریانو خیبر او حمید وویل:

"۱- دا ساحه ارګ ته نيږدې ده‎، دلته پولیس سمه تالاشي نه کوي، موټران باید ښه تالاشي شي، ځکه چې نسبت نورو ساحو ته دلته ډېرې حملې کېږي.

۲- موږ چې هره ورځ له کوره وځو نه پوهېږو چې ژوندي به کورته ځو او که نه؟ دلته دوه درې ځایه تالاشي شته خو سمه نه ده."

کابل ښاریان وايي، د امنیتي ځواکونو بې پروايي د دې لامل کېږي چې کابل ښار کې دغه ډول حملې او چاودنې زیاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې امنیتي کارپوهان کابل ښار کې پر امنیت تاکید کوي وايي، ترهغې چې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو ترمنځ همغږي نه‎وي د دې ډول حملو مخه به ونه نیول شي.

د دې کارپوهانو له ډلې فقیر محمد فقیر له ازادي رادیو سره په خبرو کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې په دروازه کې وروستۍ انتحاري حملې ته اشاره وکړه وېې ویل په ساحه کې د امنیتي مؤظفینو له خوا د قانون نه مراعتېدل، د دې ډول حملو سبب ګرځي:

"زموږ امنیتي ارګانونو کې له ډېر وخت را په دیخوا ستونزه شته، هلته چې وظایف لري، جدي پام نه‎کوي، قوانین نه عملي کېږي، هغه قوانین چې کشفي ارګانونه یې باید ترسره کړي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د چهارشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د چارو د ادارې، د مالیې او دفاع وزارتونو دروازو او دوهمې امنیتي حوزې ته نېږدې یوه چاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قوماندان حسن شاه فروغ په خبره په دغه پېښه کې د ملکي کسانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او پنځه ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندان حسن شاه فروغ
د کابل د امنیه قوماندان حسن شاه فروغ

پخوا تر دې هم په دغه ساحه کې څو ځلي انتحاري حملې او چاودنې شوي چې تر ټولو خونړۍ یې د رجال برجسته د حفاظت پر ریاست انتحاري او وسله‎واله حمله وه چې په لسګونه کسان په‎کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

همدارنګه پخوا تر دې د دوهمې امنیتي حوزې مخې ته د مراد‎خانۍ پله ته نېږدې یوه انتحاري حمله شوې وه چې په هغې کې هم لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم اوسنی امنیتي وضعیت نه مني او وايي چې د کابل ښار د امنیت لپاره باید زیاتې هڅې وشي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وویل:

"تمه دا ده چې په دغو ځایونو کې کشفي او استخباراتي ارګانونه زیاته هڅه وکړي، څو مخکې له مخکې پېښه شنډه شي او مخکې له دې چې هغو هدف ته ورسېږي باید له منځه لاړ شي. همدارنګه همغږي زیاته شي او هره حمله چې کېږي باید د خلکو پر وړاندې خپله نیمګړتیا احساس کړو."

د امنیتي چارو پوهان وايي، امنیتي ځواکونه باید سربېره د کابل د دروازو پر څارلو، هغې فرعې لارې هم وڅاري چې له کابل ښارسره نښلي.

د دغو کارپوهانو له ډلې فقیر محمد فقیر ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي کولای شي د دې ډول حملو مخه ونیسي.

راپور خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG