د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

سمر: د بشري حقونو سرغړونې په يو شمېر قضیو کې پولیس مستقیم ښکېل دي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بشري حقونو څخه د سرغړونې په يو شمېر قضیو کې پولیس په مستقیم ډول ښکېل دي چې لامل يې د پولیسو نه مسلکیتوب او د عامه پوهاوي نه‎لرل دي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د يکشنبې په ورځ کابل کې د بشري حقونو او پولیسو په نوم کنفرانس کې وویل چې د پولیسو په لیکو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د مخنیوي لپاره باید د افغانستان پولیس مسلکي شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر

نوموړې وویل:

"افغانستان کې پولیس باید مسلکي شي او خپل کارونه د افغانستان د اساسي قانون او ملي ارزښتونو له مخې ترسره کړي، د افغانستان پولیس باید د قانون په رڼا کې عمل وکړي او د خلکو حقونو څخه ملاتړ وکړي."

د اغلې سمر په خبره په يو شمېر مواردو کې د خلکو سره د پولیسو له‎خوا دوه ګونی چلند او تبعیض هم کېږي چې په پولیسو يې د خلکو اعتماد ته زیان رسولی.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو له مخې پولیس د بشري حقونو په سرغړونې، اداري فساد، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، وظیفوي غفلت او په يو شمېر نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم مني چې په ځینو مواردو کې پولیس د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي خو وايي چې د مخنیوي لپاره به یې له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال د يادې موضوع د تائید ترڅنګ وویل چې ناامني او جنګ د دې لامل شوی چې ځیني وخت پولیس د بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد

ښاغلي جاهد زیاته کړه:

"ستونزې شته او موجودې دي، موږ ورڅخه سترګې نه پټوو خو اساسي لامل يې جنګ دی،خو دا په دې معنی نه‎ده چې موږ د تاوتریخوالي او نورو جنایتونو سره مبارزه ونه‎کړو، بلکه دا زموږ دنده ده."

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود وویل چې د بشري حقونو رعایت ټولو ته مهم دی او باید په بشپړ ډول په پام کې ونیول شی.

ده د عدالت د تأمین او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او نورو اړوندو ارګانونو په همغږۍ ټینګار وکړ:

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي

"د دې لپاره چې په افغانستان کې قدرت او قانون په ښه توګه پلی او د افغانستان خلکو ته د دوی د ازادۍ او د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړو نو د پولیس، څارنوالۍ، محاکمو او نورې اړوندې ادارې چې د قانون، انصاف او عدالت د ټینګښت لپاره کار کوي ترمنځ يې همغږي مهمه ده."

ښاغلی حمیدي وايي چې خلک د امنیت ترڅنګ عدالت ته هم جدي اړتیا لري او باید په ټولنه کې عدالت تأمین شي.

هغه وايي، دوی د غېرانساني کړنو خلاف دي او هر هغه څوک چې بشري حقونه نه رعایتوي او له قانونه سرغړونه کوي ورسره به جدي چلند وشي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG