د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

کوفي: دولتي ارګانونه دې د ښځو ځورونې منع قانون اجرا ته پالېسي جوړه کړي


د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون د دولت له اړوندو ارګانونو غواړي چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پلي کولو ته اجرائیوي پالېسۍ جوړې کړي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون، د دولت پر اړوند ارګانونو ټینګار وکړ چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پلي کولو ته تدابیر جدي کړي.

په دې مقصد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کورنیو چارو، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو او د پوهنې وزارتونو د مسؤلینو د همغږۍ یوه غونډه جوړه شوې وه.

غونډې ته د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون رئیسې فوزیې کوفي وویل چې یوازې د قانون موجودیت د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع کولو لپاره کافي نه بلکې، د دولت د اړوندو ارګانونو له‌خوا د دغه قانون پلي کول مهم دي.

کوفي: دا قانون باید عملي شي.
کوفي: دا قانون باید عملي شي.

نوموړې زیاته کړه:

"د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون داسې موارد پیش‌بیني کړي چې هیله ده له پلي کېدو سره‌یې، بېلابېلې ځورونې کمې شي، نننۍ غونډه مو د دې لپاره جوړه کړې چې د مختلفو ارګانونو تر منځ همغږي رامنځته شي او د دې قانون د پلي کېدو لپاره عملي پلانونه او ژمنې ولري."

کوفي: ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون موجودیت ضروري دی

د افغانستان په ځینو ښارونو کې د ښځو، نجونو او ماشومانو ځورول په دې وروستیو کلونو کې په یوې ستونزې اوښتي او اکثره هغه نجونې او ښځې چې ښوونځیو ته ځي او یا په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې ترسره کوي، نه‌شي کولای چې په ډاډه زړه له کوره ووځي.

یو شمېر نجونې: پولیس د ښځو ځورونې مواردو سره جدي چلند نه‌کوي

دغه ځورونې اکثره په واټونو، بسونو، پارکونو، مارکېټونو او حتی په ځینو دولتي ادارو کې لیدل شوي چې د خلکو او کورنیو شکایتونه‌یې پورته کړي دي.

د یادې ستونزې د مخنیوي لپاره په دې وروستیو کې د ملي شورا دواړو جرګو د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون تصویب کړ.

د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون ۳ فصله او ۲۹ مادې لري چې عامه پوهاوی، انضباطي تدابیر، تعلیمي لارښوونې، جزايي او داسې نورې برخې په‌کې شاملې دي.

په جوړې غونډه کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ښځو او ماشومانو ځورول یو ناوړه او د اسلام او ملي ارزښتونو خلاف عمل وباله او ویې‌ویل چې د دغه قانون خپرولو ته‌یې تدابیر نیولي دي.

انوري: د دغه قانون خپرولو ته تدابیر نیول شوي دي.
انوري: د دغه قانون خپرولو ته تدابیر نیول شوي دي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل، د دغه قانون د پلي کولو لپاره د اجرائیوي ارګانونو د اقداماتو تر څنګ په‌کار ده چې خلکو ته د عامه پوهاوي یو پراخ کمپاین پیل شي.

نظري: په دې اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
نظري: په دې اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ښځو او ماشومانو د ځورولو لمن دومره لویه ده چې ریښې يې یوازې د قانون په تصویبېدو سره او جزايي مقرراتو سره له‌منځه نه‌شي تللی بلکې د ذهنونو جوړول او عامه پوهاوی کولای شي چې اغېز ولري، د دې قانون په پلي کولو کې ښځو او نارینه‌و ته د عامه پوهاوي ورکول او د قانون د تنفیذ ارګانونو سره ګډې غوڼدې اغېز لرلی شي."

سربېره پر دې د پوهنې وزارت مرستیال اسدالله محقق جهاني وویل، پلان لري چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي په خاطر، د ښوونځيو په تعلیمي نصاب کې دغې برخې ته ځای ورکړل شي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئیس سید عبدالغفار سیدي وویل، د روانې ستونزې د حل لپاره به د دولت له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ، د څارنې، پلټنې او د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي پلانونه ترتیب او عملي کړي.

په جوړې ناسته کې ځینو حقوق‌پوهانو وویل، د روانې ستونزې حل ناممکنه نه‌دی او د دولت د اړوندو ارګانونو د کوټلو او پرله‌پسې هڅو په نتیجه کې هوارېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني څو ورځې مخکې د اساسي قانون د اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې د هېواد د ټولو نافذه قوانینو پر پلي کېدو ټنیګار کړی دی.

راپور: خان محم سیند

XS
SM
MD
LG