د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

یو شمېر نجونې: پولیس د ښځو ځورونې مواردو سره جدي چلند نه‌کوي


په کابل کې یو شمېر نجونې وايي، پولیس له هغو کسانو سره چې په واټونو کې نجونې ځوروي جدي چلند نه‌کوي.

"ازار خیاباني" یا واټونو کې د نجونو ځورول هغه اصطلاح ده چې تر ډېره په عامه ځایونو کې د مېرمنو او نجونو ځورونې ته کارول کېږي.

د کابل یو شمېر نجونې وايي چې دوی تر ډېره له یادې ستونزې سره مخامخې دي او کله چې له کوره وځي په لارو او عامه ځایونو کې له ډول ډول لفظي او فریکي ځورونې سره مخ کېږي.

مدني فعاله سجیه یارمل چې خپله هم په کراتو په واټونو کې له دا شان ځورونو سره مخ شوې وايي، په ځینو مواردو کې په خپله پولیس مېرمنې او نجونې ځوروي او کترې، کنایې ورته وايي.

نوموړې زیاته کړه:

"ټیکری مې له سره لوېدلی و غوښتل مې چې بهر ته ولاړه شم په هوايي ډګر کې یوه پولیس په ډېره تنده لهجه راته وویل چې وه نجلې ټیکری دې په سر کړه لاهم په افغانستان کې یې که ته بهر ته ولاړه شې نو څه به وکړې، دا ډول کسان په ښار او واټونو کې شته له لاسي پلورونکو نیولې تر دوکاندارانو او څوک چې په لاره کې تېرېږي موږ تر وروستي بریده د دې کسانو له لوري ځورول کېږو."

د افغانستان ملي شورا په وروستیو کې د ښځو او ماشومانو د ځورولو د مخنیوي لپاره یو قانون هم تصویب کړ.

کوفي: ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون موجودیت ضروري دی

د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، د یاد قانون په تصویبېدو امنیتي بنسټونه مکلف دي چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په واټونو کې ځورول یوازې هغه نجونو او یا مېرمنو ته نه‌محدودېږي چې زده‌کړې او یا هم په دولتي او خصوصي ادارو کې کار کوي.

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وايي چې ان په ولسي جرګه کې هم د مېرمنو لفظي ځورول احساسېږي.

بارکزۍ: ولسي جرګې کې هم د مېرمنو لفظي ځورول احساسېږي.
بارکزۍ: ولسي جرګې کې هم د مېرمنو لفظي ځورول احساسېږي.

نوموړې په دې اړه وايي:

"مېرمنې نه‌یوازې په واټونو بلکې په کاري دفترونو کې هم ځورل کېږي مثلاً که یوه مېرمن په یوې اداره کې مدیره وي، خو د لاس لاندې کارکوونکي یې ورسره داسې رویه کوي چې ګواکې دا مدیره نه هغوی یې مدیران دي، زموږ موټرونه هم د ملی شورا کارت لري، خو کله چې پارلمان ته ځو زموږ موټر د نورو نارینه همکارانو په پرتله ډېر څارل کېږی او داسې ښیي چې ګواکې نارینه له ښځو بهتره دي چې دا سم کار نه‌دی."

د کورنیو چارو وزارت بیا دا نه‌مني چې ګواکې پولیسو دې په واټونو کې مېرمنې ځورولي وي، خو ژمن دی چې په دې برخه کې به جدي اقدمات وکړي.

دانش: موږ تل ددې ډول پېښو مخه نیولې ده.
دانش: موږ تل ددې ډول پېښو مخه نیولې ده.

​د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ داسې لسګونه بېلګې لرو چې پولیسو په واټونو کې هغه کسان چې مېرمنې ځوروي نیولي دي او که‌یې جرمي سوابق لرل عدلي او قضايي بنسټونو ته مو معرفي کړي او دا کار په راتلونکي کې هم کوو."

ښاغلی دانش له خلکو غواړي چې په واټونو کې د مېرمنو د ځورولو پر مهال پولیس په جریان کې پرېږدي او په دې ډول له دوی سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت دغه‌شان ډاډ ورکوي که د پولیسو کوم مأمور هم په دا ډول پېښو کې ګرم وپېژندل شي تر عدلي څار لاندې به ونیول شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG