د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

غني: که هر چارواکی ښځو ته په بده سترګه وګوري له کاره به ګوښه شي


په افغانستان کې د ښځو ځورونه په ادارو کې د دوی د کارونو د خنډ یو علت ګڼل کېږي.

ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی دی، که چېرته وزیر، رئیس یا بل هر چارواکي ښځو ته په بده سترګه وکتل، دستي به له کاره ګوښه شي.

ولسمشر ټینګار کړی چې د ښځو په برخه کې حکومت په هیڅ راز له کړیو ژمنو نه شي په شا کېدای.

افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د « ښځو لپاره په لوړو دولتي مقامونو کې د متحولې رهبرۍ» په نوم غونډه کې وویل، د دې اړتیا ده چې د ښځو او نرو ترمنځ د بارو او درناوي فضا موجوده وي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمشنرې ثریا صبحرنګ وایي، د دوی د کمېسیون د څېړنو له مخې لاهم د افغانستان په دولتي ادارو او تحصیلي چاپیریال کې د ښځو ځورونه په بېلابېلو ډولونو موجوده ده.

مېرمن صبحرنګ زیاته کړه چې عادتاً ښځې او نجونې له دغو پېښو شکایت نه کوي:

"دا ځکه چې دوی پوهېږي، که شکایت وکړي، خپله وظیفه به له لاسه ورکړي او د کورنیو له خوا به بندیزونه پرې زیات شي، هیڅوک له خپل رئیس او امره شکایت نه کوي، نو د کسانو له برطرفۍ سره دا ستونزه نه شي هواریدای، تر ډېره باید داسې هڅې وشي چې د ټولنې ذهنیت د ښځو په باره کې بدل شي، هیله منه یم چې د ولسمشر دا خبرې هغو کسانو ته چې دا ډول کارونه کوي، یو خبرداری وي."

د ارګ د غونډې په پای کې د مالیې وزارت د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیسې امنې احمدي وویل، د ښځو د عزت او ابرو د ساتلو لپاره باید لا زیات کار وشي.

نوموړي بیا وړاندیز وکړ چې د څارنې یو ټیم دې جوړ شي چې د هغو ښځو وضعیت و ارزوي چې په وزارتونو کې په ټیټو بستونو کې کار کوي او هغوی چې ښځې ځوروي، مجازات دې شي.

بل لور ته د افغانستان ښځو شبکه وایي چې د ښځو ځورونه یوه اساسي ستونزه ده چې افغان مېرمنې د کار په وخت کې ورسره مخامخېږي.

د دې شبکې مشرې حسینې ساپۍ ازادي راډیو ته وویل چې ځورونکي باید جدي تعقیب شي:

"همدغه خبره چې ښاغلي ولسمشر کړې ده باید تعقیب شي او اسناد وړاندې شي، که چېرته یو څوک مثلاً، د ښځو درناوی وکړي، هغه باید وهڅوو او مننه ترې وکړو، خو که څوک وینو چې ښځې ځوروي، هغه باید تعقیب شي او سزا ورکړل شي، له دې سره به هغو مېرمنو ته چې په ادارو کې له ځورونو ویره لري، هیلې پیدا شي او هغوی چې ښځې ځوروي هغوی به هم ووېرېږي چې هسې نه مجازات شي."

پنځلس کاله مخکې چې د طالبانو رژیم نسکوره شو، ښځو ته د کار او زده کړو زمینه وروسته له یوې اوږدې مودې برابره شوه، خو د راپورونو له مخې په دولتي ادارو کې یو شمېر ښځو د ځورونې له مخې مجبوره شوې دي چې کار پرېږدي او ځیني مېرمنې له دې ستونزې سره مخامخ دي او ځورېږي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان له افغان حکومته غواړي چې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG