د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د ښځو او ماشومانو د جنسي ځورونې مخنیوي قانون توشېح ته هیله


د افغان مېرمنو بنسټ د ملي شورا له‌خوا د مېرمنو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون د طرحې له تائید وروسته هیله‌مندي ښیي چې دغه قانون د ولسمشر له‌خوا ژر تر ژره توشېح شي.

د دغه بنسټ مشره حمیرا ثاقب وايي، که دغه قانون په سمه توګه پلی شي، نو د مېرمنو او ماشومانو لپاره به مناسب چاپېریال رامنځته شي.

مېرمن ثاقب د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ملي وحدت حکومت د ژمنو د عدالت غوښتنې په نوم ناسته کې له حکومته وغوښتل چې د دغه قانون د پلي کولو لپاره عملي پلان ترتیب کړي.

ثاقب: د یاد قانون طرحه باید ژر تر ژره توشېح شي.
ثاقب: د یاد قانون طرحه باید ژر تر ژره توشېح شي.

نوموړې زیاته کړه:

"د ټول افغانستان خلکو ته له پارلمان نه د قانون د پاس کېدلو مبارکي وايم، هېله‌منده یم چې د ولسمشر توشېح ته هم ورسېږي، خو له خلکو نه چې کومه غوښتنه لرو هغه دا ده چې موږ قانون د کاغذ پر مخ ونه‌لرو، مهمه ده چې د ښځو او ماشومانو د جنسي ځورونې د مخنیوي قانون په جدي ډول پلی شي."

له مدني بنسټونو څخه د یوې څارونکې ډلې جوړول، د حکومت په خوا کې د ښځو د حقونو د مدافعینو حضور او د عامه پوهاوي د کچې لوړول له هغه نورو وړاندیزونو څخه دي چې د مېرمن ثاقب له‌خوا د مېرمنو او ماشومانو د جنسي ځوروني په برخه کې مطرح شوي.

د ماشومانو او مېرمنو د جنسي ځورونې د منع د قانون طرحه په درېیو فصلونو او د ۲۹ مادو په لرلو سره لومړی د ولسي جرګې له‌خوا تصویب او تېره اوونۍ د مشرانو جرګې له‌خوا هم تائید شوه.

په ولسي جرګه کې د ښځو چارو کمېسیون مشرې فوزیه کوفي وویل د دې قانون په طرحه کې د مجازاتو حبس کم شوی او پر نقدي جریمې ټینګار شوی دی.

د ښځو او ماشومانو د ځوروني د مخنیوي قانون په طرحه کې راغلي هغه کسان چې په عامه ځایونو کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې لامل شي، د محکمې له‌خوا به له پنځو تر لسو زرو افغانیو جریمه شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي مخنیوي ته حکومت ژمن دی او په دې برخه کې په جدي ډول کار کوي.

مینه‌پال: د ښځو د ځورونې مخنیوي په برخه کې افغان حکومت جدی دی.
مینه‌پال: د ښځو د ځورونې مخنیوي په برخه کې افغان حکومت جدی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ښځو د ځورونې په برخه کې افغان حکومت جدي دی او په دغې برخه کې پر قوانینو باندې کار کېږي، ډېر ژر به دغه قوانین تر توشېح وروسته پلی شي، د افغانستان ټولو ارګانونو ته سپارښتنه شوې تر څو په دغې برخه کې لاس په کار شي او د ښځو د ځورونې مخنیوی وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون د ملي شورا له‌خوا تصویب شوی نه‌دی، خو په دې برخه کې تقنیني فرمان نافذ دی.

د مدني ټولنې غړي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعین وايي، په دغه هېواد کې د قانون نه‌حاکمیت د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لازیات کړی دی.

دوی ټینګار کوي، که چېرې د جنسي ځورونې قانون په ټولو یو ډول پلی شي، نو کولاي شي د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې ګټور تمام شي.

راپور: ابراهیم صافی

ثاقب: د ښځو او ماشومانو د جنسي ځورونې مخنیوي قانون باید جدي پلی شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

XS
SM
MD
LG