د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ارزګان کې لوړو ولورونو ګڼې پېغلې د پلار پر کور زړې کړي


د ارزګان ولایت مدني فعالان وايي، په یاد ولایت کې د ښځو ولورونه ډېر لوړ دي چې ځوانان‌یې د پوره کولو توان نه‌لري.

په دغه ولایت کې د مدني ټولنې مسؤل جاوید احمد خپلواک او یو شمېر نورو مدني فعالانو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په یاد ولایت کې یو لړ حاکم ناوړه دودونه چې یو یې هم لوړ ولور دی له امله‌یې ځوانان په نشو اخته کېږي او یا هم د مخالیفینو لیکو ته ځي.

ځوانان: حکومت باید دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.
ځوانان: حکومت باید دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.

دوی وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ښځې ولور ۱۵ لکه پاکستانۍ کالدارې دی او د واده لګښت‌يې هم زیات وي چې ځوانان‌یې د پوره کولو توان نه‌لري او په کلونو کلونو یې واده ځنډېدلی وي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو ډول رواج دی اوس په ارزګان ولایت کې چې باید خپله لور په ډېرو پیسو وپلوري، کله چې په ارزګان ولایت کې څوک لور په کمو پیسو ورکړي نو دی ځان په ټولنه کې کم احساسوي، دا ناوړه دودونه دي چې له همدې امله زموږ یو شمېر ځوانان د پیسو په بدل کې د مخالفینو لیکو ته ځي."

له دې سره یو شمېر هغه ځوانان چې په زیاتو پیسو يې کوژدنه کړې له دولت څخه د کار غوښتنه کوي او وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه څو تنو ځوانانو ازادي راډيو ته وویل:

"ما په ۱۵ لکه کوژدنه کړې ده، اته کاله کېږي خو تر اوسه مې پیسي نه‌دي ورکړي، زموږ له دولت څخه غوښتنه دا ده چې باید د کار زمینه راته برابره کړي."

"په ۱۲ لکه مې کوژدنه کړې ده، شپږ کاله کېږي چې مزدوري کوم خو پیسې مې نه‌دي ورکړي."

په ورته وخت کې دیني علماء هم د ښځو زیات ولور اخیستل د شریعت څخه خلاف ګڼي.

په ارزګان ولایت کې د حج او اوقافو ریاست د عامه اړیکو مسؤل مولوي حیات‌ا‌لله ازادي راډیو ته وویل چې د یوې ښځې مهر لس درهم دی او له دې نه زیات مهر اخیستل د شریعت څخه خلاف عمل دی.

نوموړی وايي چې اوس په وطن کې ولور په رواج «دود» بدل شوی دی چې دا د اسلام له نظره ښه کار نه‌دی او د خلګو د تباهۍ سبب ګر‎ځي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له دې سره موافق نه‌یو دا ډول دودونه باید په سیمه کې له‌منځه یووړل شي، ولې اسلام هغه څه ته اجازه نه‌ورکوي چې د بل مسلمان په زیان وي، موږ په دې اړه په جوماتونو کې خلکو ته معلومات وکړي دي چې باید څومره د خپلې خور یا لور ولور واخلي."

بل‌خوا په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست عبدالشکور روستايي ازادي راډیو ته وویل چې یوه ښځه په زور باندې د پیسو په خاطر زیات وخت په کور کې کېنول د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي.

روستايي: ولور باید کم او نجونې پر خپل ټاکلي وخت واده شي.
روستايي: ولور باید کم او نجونې پر خپل ټاکلي وخت واده شي.

نوموړی وايي چې دوی هڅه کوي دغه ډول دودونه چې د بشر په زیان وي له‌منځه یوسي او خلکو ته‌یې په دې اړه عامه پوهاوی ورکړی تر څو خلک له دغه ډول دودونو څخه مخ واړوي.

نوموړي زیاته کړه.

"موږ په دې اړه خلکو ته ورکشاپونه جوړ کړي دي چې دوی باید خپله لور د پیسو په بدل کې چاته ورنه‌کړي، خو بدبختانه چې دغه ډول دودونه لا اوس هم په ارزګان ولایت کې شته چې خلک‌يې په ډېرو ستونزو کې اچولي دي."

پر همدې مهال په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم د ښځو زیات ولور اخیستل د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ګڼي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو رئیسه اغلې رڼا سمیع وفا ازادي راډیو ته وویل چې په ارزګان ولایت کې دغو ناوړه دودونو نه‌یوازې ځوانان له ستونزو سره مخ کړي بلکې یو شمېر خویندې هم دغه ناوړه دود دې ته مجبوره کړي چې له کور څخه تېښته او یا هم ځان وژنه وکړي.

وفا: دې ناوړه دودونو ګڼې پیغلې له کوره تېښتې ته مجبوره کړي.
وفا: دې ناوړه دودونو ګڼې پیغلې له کوره تېښتې ته مجبوره کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په ریاست کې چې موږ کومې قضيې صفت کړي دي زیاتو خویندو له کوره څخه تېښته کړې وي، ځوانان‌يې هم جلا وطنۍ ته اړ کړي او یا هم نورو جرمونو ته‌يې مخه کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان ولایت کې بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده او ځوانان‌يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG