د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

کابل کې یو شمېر زده‌کوونکې کوڅه ډبي هلکان ځوروي


د هلکانو له‎خوا د ناسمو کلیمو استعمالول، تعقیبول، لاس اچونه او ان پر مخ د تېزابو شیندل هغه ځورونې دي چې په کابل ښار کې د ښوونځیو نجونې زده‎کونکې ورڅخه شکایت کوي.

دغو نجونو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دې ستونزو ښوونځيو ته د دوی تګ ستونزمن کړی او ډېری وخت د همدې ستونزو له کبله دوی اړ شي چې ښوونځي ته د کورنۍ له یوه غړي سره ولاړې شي.

په کابل ښار کې د درېیم مکروریان د الفتح لیسې د دولسم ټولګي زده‎کونکې نیلاب وایي چې کله نا کله د یو شمېر پولیسو له‎خوا هم ځورول کېږي.

نوموړې وايي:

"په اوس وخت کې هلکان ډېرې نجونې ځوروي، د ښوونځيو خوا کې ولاړ وي هره نجلۍ چې یې تر نظر لاندې وي تر کوره‌یې رسوي، ستونزه‌یې ورته جوړه کړې وي او ان اخطار ورکوي چې تا وهم او اختطاف کوم دې او پر مخ دې تېزاب شیندم، یو وار مې وغوښتل چې پولیسو ته شکایت وکړم پولیس خپله راته سترګه ووهله، یو وار مخکې هم د پولیسو رنجر ولاړ و او ډېره بده خبره‌یې راته وکړه، موږ خپل شکایت چا ته وکړو پولیس خپله موږ ته ستونزې جوړوي."

د دغو زده‎کوونکو له ډلې څخه یوه بله زده‎کوونکې هم وایي چې کوڅه ډبه هلکانو د ښوونځیو په خوا کې کمین نیولی وي او نجونو ته سپکې سپورې وايي.

دا وايي:

"زما نوم ماه جبین دی، د اووم ټولګي زده‎کوونکې یم دلته هلکان ولاړ وي یو شمېر یې ان سپکې سپورې نجونو ته کوي او ډېر بد رد وایي."

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د کوڅه ډبو هلکانو له‎خوا د ښځو او نجونو د ځورونې د مخنیوي په خاطر پولیسو ته د احوال رسولو یو اپلېکېشن هم د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادرې له‎خوا ډېزان او ګټې اخیستلو ته وړاندې شوی و.

خو دغه اپلېکېشن په پرمختللو ټیلیفونونو کې د استعمال وړ دی او ترڅنګ‌یې ښځینه زده‎کوونکې ښوونځیو ته د ټیلیفون وړلو اجازه هم نه‎لري نو له همدې کبله د یاد اپلېکېشن څخه دغه زده‎کونکې د ځورونې پر مهال ګټه نه‎شي اخېستلی.

په کوڅو کې د خلکو له‎خوا د نجونو ځورول او لفظي شخړې یوازې هغه ستونزې نه‎دي چې په افغانستان کې نجونې ورسره مخ دي، بلکې د معلوماتو له مخې کورني تاوتریخوالی، ناسمې تبعیضي رویې او د زده‎کړو څخه محرومېدل هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې ښځینه ورسره مخ دي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې بې‌روزګاري، بې‌سوادي، ناسم باورونه او عاملینو ته جزا نه‌ورکول د دې لامل شوي چې دغه ناسم چلند او د کورونو بهر د نجونو ځورولو ناوړه پدیده عامه شي او ورځ تر بلې پرمختګ وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب‎الله دانش وایي، پولیسو ته دنده سپارل شوې چې هغه کسان کوم چې ښځې او نجونې ځوروي ویې‌نیسي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب‎الله دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب‎الله دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"هغه ښځې چې ښوونځي ته ځي او په کوڅو کې چې څوک‌یې ځوروي، موږ روزانه له ۱۰ څخه تر ۱۵ پېښې لرو چې د کابل پولیس دوی پېژني او نیسي یې، ټولو پولیسو ته دنده سپارل شوې، هغه کسان چې خلک باالخصوص ښځې ځوروي هغوی ونیسي."

دغه ښځینه زده‎کوونکي په دې ټینګار کوي که حکومت په کوڅو او د ښوونځیو شاوخوا د دغو کوڅه ډبو هلکانو مخه ونه‎نیسي، دا کار به د دې لامل شي چې کورنۍ پر دوی قیودات ډېر کړي او ښايي په یو شمېر مواردو کې د دوی د زده‎کړو مخه هم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي په خاطر په ټول افغانستان کې یو ۱۶ ورځني کمپاین هم پیل کړی دی.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG