د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د حامد کرزي دفتر دوبۍ کې د هغه د پانګې په اړه راپورونه درواغ وبلل


د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دفتر د ډېلي مېل هغه راپور رد کړ چې د نوموړي د پانګې په اړه‌يې خپور کړی دی.

د انګلیسي ورځپاڼې ډېلي مېل د هغه راپور تر خپرېدو وروسته چې په‌کې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د دوبۍ مالي امپراطور یاد شوی د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي چې نوموړي په هېواد کې دننه او بهر هېڅ ډول پانګونه نه‌ده کړې.

د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسؤل یوسف سها د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د ډېلي مېل راپور له حقیقته لیرې وباله.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو درواغ او له حقیقته لیرې راپور دی، رئیس صیب «حامد کرزی» هېڅ ډول پانګونه په داخل او خارج کې نه‌ده کړې، رسنیو چې په دې اړه کوم راپورونه خپاره کړي، که تاسې يې ارقامو ته زیر شي ضد او نقیض دي او دا خپله دا ښيي چې دا مسئله حقیقت نه‌لري."

ډېلي مېل ورځپاڼې په خپل راپور کې حامد کرزی په فساد تورن کړی او لیکلي يې دي چې په دوبۍ کې د ښاغلي کرزي د کورنۍ شتمني ۹۰ میلیونه انګلیسي پونډو ته رسېږي.

دوبۍ.
دوبۍ.

له دې وړاندې هم د حامد کرزي په اړه ورته راپورونه نشر شوي وو.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د «People With Money» په نوم ورځپاڼې د نړۍ هغه سیاسي مشران معرفي کړي و چې ډېرې پیسې ګټي او د حامد کرزي نوم‌یې په سر کې و.

که څه هم د حامد کرزي د شتمنیو په اړه د ډېلي مېل ورځپاڼې دا ادعاوې تر دې دمه ثابتې شوې نه‌دي، خو په افغانستان کې د نوموړي حکومت د ستونزو او پراخ مالي فساد له تورونو سره مخ وو.

د مالي فساد په برخه کې د کابل بانک ډېوالي کېدل د حامد کرزي د حکومت د فساد یوه ستره نمونه په ګوته کېدای شي چې په دې قضیه کې د ښاغلي کرزي ورور محمود کرزی هم په لاس لرلو تورن شوی و.

په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې عالي اداره وایي چې د ډېلي مېل د راپور په اړه هېڅ ډول اسناد له دوی سره نه‌شته.

د دغې ادارې مشر سید حسین فخري ازادي راډیو ته وویل چې حامد کرزي په ۲۰۰۹ کال کې په خپل بانکي حساب کې، ۱۵۶۳۵ ایرو پانګه درلوده چې د نوموړي په وینا د حکومت په وروستیو کې يې دا پانګه تر ۱۴ زره یورو پورې راښکته شوې وه.

سید حسین فخري.
سید حسین فخري.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغو اسنادو له مخې چې موږ سره دي او د جرمني به کمرز بانک پورې اړه لري، ښاغلي کرزي په ۳۱/۸/۲۰۱۶ نېټه په خپل بانکي حساب کې ټوله ۱۳۹۲۰ یورو پانګه درلوده او تر دې ډېرې یې په فورم کې نه‌وې ثبت شوې."

د ښاغلي فخري په خبره د هغو څېړنو په پایله کې چې د بانکي استخباراتو، ښاروالیو، ترافیکو او املاکو له لوري شوي د ښاغلي کرزي د شتمنیو په اړه نور معلومات نه‌دي ثبت شوي او نه‌هم خلکو کوم اسناد له دوی سره شریک کړي دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG