د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

سیګار: پخوانيو چارواکو د خپلو شتمنیو ثبت کې ناسم معلومات ورکړي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې ویلي، له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د تطبیق څارنې عالي ادارې د پخوانيو چارواکو د شتمنیو په ثبت کې تېروتنې کړي دي.

پخوانیو چارواکو د خپلو شتمنیو په ثبت کې ناسم معلومات ورکړي او یا یې د شتمنیو سرچینې نه‌دي معلومې کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې په خپل تازه راپور کې همدا موضوع څېړلې ده.

حامد کرزی
حامد کرزی

سیګار ویلي چې پخوانیو چارواکو له هغې ډلې مخکني ولسمشر حامد کرزي، د هغه مرستیال کریم خلیلي او نورو چارواکو له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د تطبیق څارنې عالي ادارې ته ناسم معلومات ورکړي او یا یې د شتمنیو د ترلاسه کولو سرچینې نه‌دي ښودلي.

سیګار ویلي، نوموړې اداره د خپلواکۍ، قانوني او سیاسي موقف او صلاحیت د نه‌درلودو په خاطر د خپل مأموریت په مخته وړلو کې پاتې راغلې ده.

سیګار د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني حکومت په لومړیو کې د چارواکو د شتمنیو د ثبت لپاره د قانون پر تطبیق د څار ادارې کارونه ارزولي او رپوټونه‌یې د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې «یو، اس، اې، ای، ډي» ته لېږلي دي.

سیګار ویلي، «یو، اس، اې، ای، ډي» د چارواکو د شتمنیو د ثبت او له اداري فساد سره د مبارزې د قانون پر تطبیق د څار ادارې ته میلیونونه ډالره ورکړي.

سیګار ویلي، «یو، اس، اې، ای، ډي» د چارواکو د شتمنیو د ثبت او له اداري فساد سره د مبارزې د قانون د تطبیق پر سر د څار ادارې ته میلیونونه ډالره ورکړي.
سیګار ویلي، «یو، اس، اې، ای، ډي» د چارواکو د شتمنیو د ثبت او له اداري فساد سره د مبارزې د قانون د تطبیق پر سر د څار ادارې ته میلیونونه ډالره ورکړي.

له اداري فساد سره مبارزه روانه ده او چارواکي هم د فساد د ورکولو لپاره په وار-وار کلکې ژمنې کوي خو پوښتنه دلته ده چې ولې وروسته په خپله د چارواکو دوسیې راوځي؟

د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش او د قانون د تطبیق پر سر د څار کمېسیون غړی حفیظ منصور یې په اړه وايي چې د فساد د ورکولو لپاره باید اوسني چارواکي په خپله د لګښتونو وضاحت ورکړي څو وروسته بیا پخوانیو چارواکو ته نوبت ورسېږي.

ښاغلي منصور زیاته کړه:

"دا مسئله د ملي یووالي حکومت ولې له کرزي پیلوي ولې له خلیلي پیلوي ولې له خپل ځانه له اداري فساد سره مبارزه نه‌پیلوي."

له اداري فساد سره د مبارزې او د چارواکو د شتمنیو د ثبت ناکامي په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې عالي اداره جوړه کړې او کلکه ژمنه‌یې کړې چې د فساد لویې دوسیې څېړي او قانوني چلند ورسره کوي.

په انګرېزي ژبه د سیګار د راپور لوستلو لپاره دغه لېنک کېکاږئ:

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG