د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

راتلونکی کال ترکمنستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي


۲۰۱۷ کال کې په ترکمنستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي. د ترکمنستان ولسمشر قربان اوغلو بیردي محمدوف په اساسي قانون کې په بدلون راوستلو د ولسمشرۍ لپاره د عمر خنډ بیخي له منځه یووړ او د ولسمشرۍ دوره یې له پنځه کلونو څخه اوو کلونو ته اوږده کړه.

د ۱۹۹۱ کال له وروستیو څخه د ۲۰۰۶ کال تر ډیسمبره پورې ترکمنستان د سفر مراد نیازوف تر مشری لاندې وو. ده ترجیح ورکوله چې ده ته "ترکمن باشی" یعنې "د ترکمنانو مشر" وویل شي.

ترکمنستان د نړۍ څلورمه برخه طبیعي ګاز تولیدوي. دغه هېواد تر ټولو زیاتې پیسې له دې لارې لاسته راوړي. د دغه هېواد نفوس پنځه میلیونه تنه دی. دا پیسې تر ډېره په دوی نه لګېږي.

د دې پرځای ترکمن باشي لویه پانګه د کسپین سمندر په غاړه د سترو ودانیو په ودانولو لګولې ده او خپلې مجسمې یې په زرو پوښلې داسې درولي دي چې لمر په راختو د ده پر مخ وځلیږی.

په لندن کې د اداري فساد د نظارت نړیوالې ادارې، ګلوبل ویټنېس، په ۲۰۰۶ کال کې په یو رپوټ کې څرګنده کړه چې نیازوف په بهرنیو بانکونو کې درې میلیارډه ډالره لري چې له هغو نه دوه میلیارډه ډالره د «دویچې بانک» په نامه په آلمانی بانک کې دي.

نیازوف د ۲۰۰۶ کال په پای کې له نړۍ سترګې پټې کړي او قربان قلي بېردي محمدوف یې پرځای کیناست.

د اګسټ د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه بیردي محمدوف له برلین څخه لیدنه وکړه.

د ازادي راډیو د ترکمنی ژبې برخې دې ته پام کاوه چې ایا انګېلامېرکل به له بیردي محمدوف سره وګوري او که نه!

له ۲۵ کلونو راهیسې ترکمنستان کې د خلکو حقونه په ناوړه حالت کې دي.

له دې امله د ګازو له بډایتوب سره-سره، لویدیځ مشران د ترکمني ولسمشر سره د لیدنې لېوال نه وو.

ترکمنستان په ۲۰۰۸ کال کې د هایدرو کاربن قانون جوړ کړ.

د دې قانون پربنسټ د ګازو د عوایدو په سلو کې شل د دولت بودجې ته لوېږي او پاتې اتیا سلنه د دولت په اداري مصارفو لګیږي چې د ترکمنستان د ولسمشر په لاس کې دي.

په لندن کې د فساد د نظارت نړیوالې ادارې، ګلوبل ویټنېس یا نړیوال شاهد د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۲۱مه د ۲۰۰۶ کال رپوټ یو ځل بیا نوی کړ او څرګنده یی کړه چې تر۲۰۰۹کاله پورې دغه عواید ۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي.

د ۲۰۱۴کال کتنه زیاتوي چې د دغو پیسو په سلو کې ۷۵ کیدای شوای په بودجه کې شاملې شي.

دا هېواد همدا اوس یوازې یو پيرودونکی لري او هغه چین دی چې د طبیعي ګازو د لیږدولو مصارف ورکوي او چین په میلیارډونو ډالره ترکمنستان ته پور ورکړي دي چې دغه هېواد یې باید بېرته ورکړي.

دا معلومه نه‎ده چې ترکمنستان، له چین نه د ګازو د لېږد په خاطر څومره پیسې اخلي او بیا هم د ګازو بیه د دوو کالو مخکې په پرتله تر نیمایی هم کښته دی.

دغه نړیواله اداره په رپوټ کې زیاتوي چې دا هم روښانه ده چې په ترکمنستان کې کلني عواید د اوسیدونکو د ژوند په ښه کولو، لکه روغتیایي اسنتیاوو، زده کړې او داسې نورو نه دي لګیدلي او په۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد نه د آزادۍ اخېستونه تراوسه د ژوند سطحه په دې هېواد کې ډېره راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG