د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د جمهور رئیس کرزي د واکمنۍ میراث


امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د جمهور رئیس کرزي د واکمنۍ د میراث او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د پاکستانې طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو په اړه مقالې خپرې کړي دي.

لاس انجلس ټایمز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رئیسې سیما ثمر هغه خبرې راخیستې چې نوموړې شپږ میاشتې وړاندې په ارګ کې له جمهور رئیس کرزي سره د کتنې پرمهال په ټوکو کې هغه ته ویلې و چې د جمهوري ریاست وخت یي کم دی.

جمهور رئیس کرزي په عاطفې ډول ویلي و: ګرانې خورې، که ریښتیا درته ووایم، زه ورځې شمارم او دا ځکه چې ډير زیات ستړی یم، د هرې ورځې په تیریدو سره زما له اوږو څخه بار کمیږې.

ورځپاڼه لیکي:

جمهور رئیس کرزی یوازینی کس نه دی چې د خپل ستونزمن ۱۳ کلن کار په ختیمدو سره د راحت احساس کوي.

جمهوررئیس کرزی چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دریم ځل لپاره د جمهوري ریاست لپاره ځان نه شي کاندیدولاي، یو وخت د نړۍ د شیکو او خوش لباسو کسانو نه و او د خپلو خلکو هیلې منعکس کولې.

جمهور رئیس کرزي دا مهال، په اداري فساد کې ښکېل یو حکومت، له امریکا سره یو لانجمن ایتلاف او داسې ملت په میراث پریښود چې له طالب وسله والو سره په جګړو کې لاس او ګریوان دی.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي:

د جمهور رئیس کرزي د محبوبیت د کمیدو یو علت دا دی چې د ده د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله چې د نورو کاندیدانو په نسبت یي زیات پر ده ښکاره انتقادونه کول، د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړي دور کې تر ټولو زیاتې رایي وګټلي.

خو جمهور رئیس کرزي چې په ښکاره د کوم کاندید ملاتړ نه کوي، په تیرو څو اونیو کې یي له خپل رقیب عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره په آرامۍ ملاقاتونه کړي او د ورځپاڼې په باور، غواړي په راتلونکې حکومت کې خپل نفوذ وساتي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې، د پاکستانې طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو د بندیدو علتونه څیړلي او لیکي:

د پاکستانې طالبانو په منځ کې بیلتون او انشعاب به له اسلام اباد سره د دې ډلې د خبرو په مخ کې یو خنډ وي.

ورځپاڼه لیکي:

د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره چې له القاعده شبکې سره تړاو لري، په مذاکرو توافق کړی و.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، داسې ښکاري چې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان سجنا د پاکستان د حکومت په شرایطو سلا شوی او ممکن له ورانوونکو اعمالو لاس واخلي. خو په مجموع کې له طالبانو سره مذاکرې چې د نواز شریف د حکومت له جوړیدو سره سم پیل شوې وې، دواړو خواو په کې ځانته وخت سمپولی دی.

ورځپاڼې له طالبانو سره د پاکستان د دولتي کمیسیون د یوه غړي رستم شاه مهمند خبره راخیستې چې وایي، له طالبانو سره خبرې د هغوي په منځ کې د شخړو او دغه راز د طالبانو او حکومت ترمنځ د بې باورۍ له امله بندې شوي دي.
XS
SM
MD
LG