منځلاری سیاستوال ۳۹ کلن امانوئل مکرون نن په رسمي ډول د فرانسې ولسمشر کېږي.
د پاریس په الیزه ماڼۍ کې د مکرون د لوړې په مراسمو سره د فرانسوا اولاند د جمهوري ریاست پنځه کلنه دوره پای ته رسېږي.
د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د امانوئل مکرون د کامیابۍ یوه ورځ وروسته اولاند وویل هغه به د یوه عادي وګړي په توګه د فرانسې وضعیت ته متوجې وي او اوس باید مکرون د هېواد د چارو مسؤلیت پر غاړه واخلي.
نوموړي زیاته کړه:
"د دوشنبې په ورځ د مکرون د لوړې له مراسمو وروسته به زه د فرانسې یو عادي وګړی یم، هغه وګړی چې د خپل هېواد وضعیت ته بهيې پام وي، زه به چمتو یم چې هرې پوښتنې ته ځواب ووایم او ګټور واوسم، اوس باید امانوئل مکرون د خپل هېواد مسؤلیت په غاړه واخلي."
فرانس پرس اژانس وايي، د لوړې له مراسمو وروسته به مکرون یو کس د فرانسې د صدراعظم په توګه معرفي کړي چې دنده بهيې په راتلونکې جون میاشت کې د فرانسې د پارلماني انتخاباتو د کمپاین پر مخ وړل وي.
د امانوئل مکرون ګوند د پارلماني انتخاباتو لپاره د ۴۲۸ کاندیدانو ابتدايي لېست خپور کړی دی.
منځلاري امانوئل مکرون د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې د ۶۶ رأیو په ترلاسه کولو سره خپلې سیالې مارین لوپن ته ماته ورکړه.
مېرمن لوپن له اروپايي ټولنې څخه د فرانسې د وتلو غوښتونکې وه خو مکرون له خپل بري وروسته له اروپايي ټولنې سره د پاریس د اړیکو د ټینګوالي ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه:
"زه له فرانسې ،له حیاتي ګټو له تصویر او پیغاميې دفاع کوم، زه تاسو ته وایم چې له اروپا او له ګډو خلکو بهيې دفاع وکړم، زموږ مدنیت زموږ د ژوند څرنګوالی، زموږ ازادي، زموږ ارزښتونه او هیلې مو په خطر کې دي."
ګڼ شمېر اروپايي مشرانو د فرانسې په انتخاباتو کې د مکرون له کامیابۍ وروسته د ارامۍ ساه واخیسته او د هغه د بري هرکلی يې وکړ.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د مکرون کامیابي د متحدې اروپا لپاره یو پیاوړی بریالیتوب ونوماوه.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسيې جمهور رئیس هم امانوئل مکرون ته د مبارکۍ پیغامونه واستول.
امانوئل مکرون د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر دی چې له خپلې ۶۴ کلنې مېرمنې سره چې د ده ښونکې وه، د پاریس الیزه ماڼۍ ته رسېږي.