د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

د بهارک ـ اشکاشم سړک د کار پیل او افغانستان لپاره یې ګټې


افغان حکومت وايي، د منځنۍ او مرکزي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو هڅې کېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په بدخشان ولایت کې د بهارک – اشکاشم د سړک جوړولو پیل چې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي، د حکومت د هڅو یوه برخه ګني.

عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ په بدخشان ولایت کې، د دغه سړک د کار د پیلېدو پر مهال ټینګار وکړ چې له دې سړک سره به په سیمه کې د افغانستان سوداګري او ټرانزیټ پراختیا ومومي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"دا پروژه به د کار موندنې، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په اقتصادي وده، د تورېزم د پراختیا په برخه کې چې دا هېواد‎یې ښه ظرفیت لري، ان‎شاءالله ښه نقش ولري، هغو خلکو ته چې له بهارک څخه د اشکاشم ولسوالۍ تر دریای‎پنج پورې پراته دي، مبارکي وایم او همدارنګه د افغاانستان ټولو خلکو ته."

دغه سړک له بهارک ولسوالۍ څخه د ۱۰۸ کېلومترو په اوږدوالي، د اشکاشم ولسوالۍ تر دریای‎پنج پورې رسېږي او لګښت‎یې اسیايي پراختیايي بانک په غاړه اخیستی دی.

د اجرائیه رئيس په خبره، دغه سړک سربېره پر دې چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریزه او ټرانزیټي لاره پرانیزي، د بدخشان ولایت څو ولسوالۍ هم یو تر بله نښلوي چې د سیمې اوسېدونکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل‎خوا د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وايي، دغه سړک به په څلورو کلونو کې جوړ او ۴۰۰۰ تنه به پکې په کار بوخت شي.

اوس د افغانستان سوداګریز مالونه د چین، هند او ځینو نورو هېوادونو له لارو واردېږي.

په تېرو څو میاشتو کې افغانستان د شېرخان، اقینې، تورغونډۍ او حیرتان له بندرونو څخه له منځنۍ اسیا سره وصل شوی او د دې تر څنګ د افغانستان د اورګاډي پټلۍ هم فعاله شوې چې دا د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي د دغه سړک د ګټو په هکله ازادي راډیو ته وویل:

"دا د افغانستان یوه لویه پروژه ده، که دغه پروژه نوره هم پراخه شي، موږ له چین، تاجکستان، قرغزستان او منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو او له ګوادر بندر سره یو ځای کېږو، موږ په یوې وړې نقطه کې له مرکزي او جنوبي اسیا سره نښلوي او د امنیت لپاره مو هم یو ښه زیری دی، دا سړک د پامیر له غاړو پاکستان، هند او چین ته داخلېږي او کوم بدلونونه چې په نړۍ کې راغلي، مرکزي اسیا‎ یې له افغانستان سره، سوداګریزو راکړو ورکړو ته لېواله کړې ده."

اذرخش حافظي وايي، د بهارک – اشکاشم سړک چې له تاجکستان سره نښلي، هېواد ترې د وارداتو په هر ځل کې ۸۵ زره ډالره اقتصادي ګټه پورته کوي.

دی ټینګار کوي چې د بهارک – اشکاشم سړک به مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره مهم دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG