د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د افغانستان او چین ریل پټلۍ د سوداګرۍ لپاره تر ټولو ارزانه لار


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چین څخه د سوداګریزو توکو د لومړني کاروان د رارسېدو له امله خوښي وښوده او دا یې دغه هېواد ته د چینایي کالیو تر ټولو ارزانه او لنډه لاره وګڼله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د چین او افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د غوړېدو لامل شوی او د افغاني او چینایي کالیو د صادراتو او وارداتو لپاره‌یې لا ډېر سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

۸۴ کانټینره سوداګریز توکي چې ۱۲ ورځې مخکې راروان کړل شوي و نن د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د حیرتانو سوداګریز ښارګوټي ته راورسېدل.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان او چین تر منځ د اوسپنې پټلۍ د ارزښت په اړه داسې وویل:

"د اوسپنیزې پټلۍ قطار چې د تېرې میاشتې په ۲۵مه له چینه حرکت کړی و، ۸۴ کانټینرونه په دوو کاروانونو کې حیرتان بندر ته راورسېدل، دغه لاره د چینایي او افغاني کالیو د صادراتو او وارداتو لپاره تر ټولو ارزانه او لنډه ده چې کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل شي."

ښاغلي قوقندي د افغاني کالیو لپاره چین د یوه لوی بازار په توګه یاد کړ او ویې‌ویل چې قالینې، زعفران، وچه او لمده مېوه او د مرمرو ډبرې د افغانستان عمده صادرات دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د اوسپنې پټلۍ د افغانستان او چین هېواد د اقتصادي پلانونو یوه برخه ده چې د یوې نوې سوداګریزې لارې په توګه طرحه شوې او دغه پروګرام د چین د ولسمشر له‌خوا د "یوه لاره یو کمر بند" په نامه په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي چې دغه کاروان به په میاشت کې دوه ځلې سوداګریز توکي له هایمن ښاره، حیرتان ښارګوټي ته انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزارت په خبره چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان او ایران تر منځ اوسپنیزه پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به د ترکمنستان او اقینې ښارګوټي تر منځ اوسپنیزه پټلۍ پرانیستل شي.

په افغانستان کې د نوي نظام په راتلو سره، د افغانستان لومړنۍ د اوسپنې پټلۍ په کال ۲۰۰۸ میلادي کې د ایران له‌خوا بشپړه شوه او اوس د ملي یووالي حکومت په دې هڅه کې دی چې د اوسپنې د پټلیو لا ډېرې پروژې عملي کړي.

د اقتصادي چارو ځیني کارپوهان د اوسپنې پټلیو په واسطه د نورو هېوادونو او سیمو سره د افغانستان د نښلولو له امله د حکومت ستاینه کوي چې په دې کار سره به له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې راکمې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون ازادي راډیو ته وویل چې دغه اوسپنیزه پټلۍ نه‌یوازې د افغانستان او چین تر منځ د کالیو د صادراتو او وارداتو لپاره بلکې د اوږده وخت لپاره د افغانستان د طبیعي زېرمو د صادراتو لپاره هم ډېره ګټوره ده.

سیحون:په اوږد مهال کې له یوه نظره دغه اړیکې ډیرې مهمې دي.
سیحون:په اوږد مهال کې له یوه نظره دغه اړیکې ډیرې مهمې دي.

​ښاغلی سیحون وايي:

"په اوږد مهال کې له یوه نظره دغه اړیکې ډېرې مهمې دي چې هغه د افغانستان د طبیعي زېرمو لېږد دی، دغه هېواد اړتیا لري چې د حیرتانو بندر له لارې د مس عینک معدن هم تمدید کړي تر څو خام اوسپنیز او مسي مواد چین ته صادر کړای شي."

نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته او نړۍ سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي او بهرنیو پانګونو ته هم لاره هواره کړي.

راپور: سحرګل امیرزی

XS
SM
MD
LG