د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

غني: افغانستان به تر راتلونکو ۳کلونو د اوسپنې پټلۍ د وصل نقطه وي


د افغانستان-ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ لار رسماً نن دوشنبه د ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محدوف له لوري پرانیستل شوه.

ولسمشر غني د یادې پټلۍ د پرانیستې مراسمو ته وویل چې د افغانستان ترکمنستان تر منځ د رېل پټلۍ پرانیسته د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي او نه‌هېردونکې ورځ ده.

ښاغلي غني وویل چې د اتامرات-اقینې تر منځ د اوسپنې پټلۍ پرانیسته د هغه هدف پر لور لومړنی ګام دی چې افغانستان په سیمه کې د اتصال نقطه وي.

نوموړي زیاته کړه چې په اوسني عصر کې د هېوادونو د نښلولو تر ټولو مؤثره لار د اوسپنې د پټلۍ له لارې ممکن ده.

ښاغلي غني وویل د اتامرات-اقینې د رېل پټلۍ د لارې پرانیستل افغانستان او سیمې ته د ګڼو ګټو تر څنګ د هغه مهم هدف پر لور لومړنی ګام دی چې افغانستان په سیمه کې د اتصال نقطه وي.

غني: اقینه لومړنی ګام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"اقینه لومړنی ګام دی، مزار شریف او حیرتان وصل شوي، له ایران نه د هرات پر لور د رېل پټلۍ د جوړېدو چارې په شدت دوام لري، خو زموږ هدف دا دی چې ان‌شاءالله افغانستان تر راتلونکو درېیو کلونو د اوسپنې پټلۍ شبکې د وصل نقطه وي، راتلونکی ګام شېرخان بندر مزار شریف دی."

ولسمشر غني همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان له هېڅ ګاونډي سره ضد نه‌لري او له ټولو هېوادونو سره پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې پالي چې ترکمنستان‌یې ښه بېلګه ده.

ولسمشر غني همداراز د اتامرات-اقینې د رېل پټلۍ لارې د پرانیستلو په مناسبت په فاریاب کې یوې بلې غونډه کې وویل چې افغانستان له لسګونو کلونو وروسته خپل هغه مهم مقام ته رسېدلی چې دغه هېواد به د مرکزي اسیا لاینفکه غړی وي.

افغان ولسمشر همدې غونډې ته دا هم وویل چې افغانستان نور له نړیوالې انزوا راوتلی او هر ګاونډی چې ورته بد نظر ولري د افغانستان خلک به‌یې رد کړي.

د ښاغلي غني په خبره د اتامرات-اقینې اوسپنې پټلۍ پر پرانیستو به افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو په بیو کې هم د پام وړ کموالی راشي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د ترکمنستان د اتامرات-امام نظر څخه د افغانستان تر اقینې بندره د اوسپنې پټلۍ لومړنۍ چارې پیل شوې.

د اوسپنې دغه پټلۍ د افغانستان په خاوره کې ۳.۵ کېلو متره د اقینې تر بندره رسېږي خو په دوهمه مرحله کې به تر دېرشو کېلو مترو د افغانستان د اندخوی تر ښاره وغځول شي.

د اتامرات-اقینې رېل پټلۍ په یوه ورځ کې د ۵۰۰ ټنو توکو د لېږد ظرفیت لري چې نن‌یې په لومړي ځل څلوېښت ټنه نفتي توکي ولېږدول.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محدوف وايي چې د اتامرات-اقینې رېل پټلۍ به په افغانستان کې د سولې، ثبات، اقتصادي ودې او د افغانستان د ښې راتلونکې په برخه کې خپل مهم رول ولوبوي.

ښاغلي محمدوف همداراز وویل چې د ولسمشر غني د غوښتنې سره سم به د نورو برخو تر څنګ افغانستان ته د زیاتې انرژۍ د صادرولو په برخه کې اقدامات وکړي.​محمدوف: موږ به دې برخو ته لا پراختیا او وده ورکړو.

​نوموړي زیاته کړه:

"ډاډه یم چې همکاري به مو له افغانانو وروڼو سره د انرژۍ، لېږد رالېږد، اړیکو، سوداګرۍ او په نورو پرمختايي برخو کې له دې وروسته پراختیا پیدا کړي او موږ به دې برخو ته لا پراختیا او وده ورکړو."

ترکمنستان دا مهال افغانستان ته ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا صادروي چې د ښاغلي محدوف په خبره دغه کچه به ۵۰۰ مېګاواټو ته لوړه کړي.

د ترکمنستان ولسمشر همداراز وویل چې د اتامرات-اقینې د اوسپنې پټلۍ لارې جوړېدو دا وښوده چې د هېوادونو ملي ګټې د سیمې له ګټو سره همغږې کېدای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG