د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

اشرف غني ټرانسپورټ کانفرانس کې د ګډون په هدف ترکمنستان ته تللی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د یوه لوړ رتبه پلاوي سره د پایداره ټرانسپورټ په اړه په یوه نړیوال کانفرانس کې د ګډون او د اقینې د اوسپنیزې کرښې د افتتاح په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته رسېدلی دی.

جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني به په ترکمنستان کې د پایداره ترانسپورټ په نړیوال کانفرانس کې ګډون او وینا وکړي او د اقینې د اوسپنیز خط د افتتاح سربېره به د سیمې د یو شمېر هېوادونو، له مشرانو سره جلا جلا کتنې هم ولري.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ترکمنستان ته د ولسمشر غني او ورسره پلاوي د سفر په اړه ازادي راډيو ته وویل:

مرتضوي:"ولسمشر به د پایداره ټرانسپورټ کانفرانس کې وینا وکړي.
مرتضوي:"ولسمشر به د پایداره ټرانسپورټ کانفرانس کې وینا وکړي.

"ولسمشر به په دې سفر کې د پایداره ټرانسپورټ په نړیوال کانفرانس کې ګډون او وینا وکړي، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د دې کانفرانس مشري کوي او د یو شمېر نورو هېوادونو مشران هم په کې برخه اخلي، ولسمشر دغه راز د ترکمنستان په ترکمن اباد ښار کې د اسیا د نړیوالې اوسپنیزې کرښېد پرانیستلو په مراسمو کې ګډون او وینا کوي."

ښاغلي مرتضوي وویل چې افغان ولسمشر به په ترکمنستان کې د دې هېواد د ولسمشر او د ګورجستان له جمهور رئیس سره جلا جلا غونډې وکړي او د دوه اړخیزو مسئلو او د سیمې د حالاتو په اړه به خبرې اترې ترسره کړي.

د جمهوري ریاست په وینا ولسمشر غني او ورسره ملګری پلاوی به يې د عشق اباد د نساجي له فابریکي کتنه وکړي او د عشق اباد په نړیوال انسټیټیوټ کې به وینا هم وکړي.

مرتضوي: ولسمشر به د عشق اباد د نساجي له فابریکي کتنه هم وکړي.
مرتضوي: ولسمشر به د عشق اباد د نساجي له فابریکي کتنه هم وکړي.

ارګ وايي، ترکمنستان ته د ولسمشر د سفر او لیدنو کتنو تمرکز یوازې پر اقتصادي او ټرانسپورټي موضوعاتو دی او په دې ترڅ کې د افغانستان د سولې د بهیر او یا له تروریزم سره د مبارزې په اړه د خبرو کومه اجنډا نشته.

XS
SM
MD
LG