د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

کاناډايي کمپنۍ به د اندخوی او اقینې په سیمو کې د نفتو د زیرمو اندازه تثبیت کړي


په داسې حال کې چې افغان دولت په هېواد کې د کانونو د ایستلو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې، د کانونو وزارت تاييدوي چې د دغو هڅو په وړاندې د سیمې د استخباراتو له خوا ګواښونه رامنځ ته شوي دي.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني دغه ګواښونه تایید کړل، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې دا څرنګه ګواښونه دي او د کومو هېوادونو د استخباراتو له خوا کیږي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دولت د دې ګواښونو د مخنیوي هڅې کوي:

"ګواښونه شته، په دې کې هیڅ شک نشته، البته د افغانستان حکومت ټول لازم اقدامات په پام کې نیولي دي، چې د دغو ګواښونو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې افغانستان هغه تاریخي فرصت له لاسه ورکړي چې په دې وروستیو اتیا نوي کلونو کې ورته برابر شوي دي، خو په دې کې د مطبوعاتو، د افغانستان د خلکو، مدني ټولنې او د افغانستان د ټولنیزو سازمانونو همکاري ډیره مهمه ده."

نوموړي دغه خبرې د افغانستان په شمال کې د نفتو په یوې ساحې د تحقیقاتو په اړه د یوه قرارداد د لاسلیک کولو په وخت کې وکړې.

د دې قرارداد له مخې به د تیرا سایز په نوم یوه کاناډايي کمپنۍ د اندخوي او اقینه ترمنځ د نفتي زیرمو اندازه تثبیتوي.

د سایزمک په نوم دا څیړنې به په ۲۳۶ کیلومتره مربع سیمه کې په دریو میاشتو کې بشپړیږي.

چارواکي وايي، په دې څیړنو شپږ عشاریه پنځه میلیونه ډالره لګښت راځي چې د کانونو وزارت له پراختیايي بودجې ورکول کیږي.

د تیرا سایز کمپنۍ رئیس جان براینټ وویل، چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې پراخه زمینه موجوده ده:

"موږ ډیر زیات حیران یو، چې دلته څومره ډیر کار دی. اوس خو موږ په لومړي سر کې یوه پروژه اخیستې ده، خو موږ وینو چې د کانونو وزارت ګړندی کار کوي او د نړېوالو مشتریانو لیوالتیا هم ډیره ده. دلته ډیر کار دی چې ترسره شي."

افغانستان تر اوسه پورې یوازې د امو سیند په نفتي ساحې کې له یوې چینایۍ کمپنۍ سره د تیلو د ایستلو قرارداد کړی.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني وویل، چې د روان کال په تلې میاشت کې به د لومړي ځل لپاره په دې حوزې کې د تیلو ویستل پیل شي.

نوموړي وویل، چې په دې سره به د افغانستان د تیلو یوه برخه اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره شي، خو شهراني وویل که د افغان تاجک په نوم د نفتو د یوې بلې حوزې د استخراج کار پیل شي نو افغانستان به نه یوازې د خپلې اړتیا تیل په خپله پوره کړي، بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم صادر کړي.

نوموړي دا په ډاګه نه کړه چې افغانستان به دغې مرحلې په څو کلونو کې ورسیږي.
XS
SM
MD
LG