د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۵

د پاکستان ملکي حکومت او پوځ تر منځ نوې رامنځته شوې ناندرۍ


د پاکستان پوځ له ملکي حکومت سره د مخالفت په اړه د راپورته شویو اندېښنو د لیرې کولو په هدف د ډموکراسۍ په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د پاکستان ملکي حکومت تېره میاشت د ډان ورځپاڼې د هغې مقالې په اړه پلټنې وکړې چې د ملي امنیت د یوې سري غونډې په اړه‌یې خپره کړې وه.

د همدې پلټنو په تړاو حکومت د پوځ تر انتقاد لاندې راغی او ورسره د دواړو لورو تر منځ د مخالفت په اړه اندېښنې راپورته شوې.

د اوسنیو اندېښنو په ځواب کې د پوځ له‌خوا یوه اعلامیه خپره شوې او په‌کې راغلي چې پوځ د ډموکراسۍ پر ژمنو ولاړ دی.

د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون یوې خبري غونډې ته ویلي چې د اندېښنو لپاره دلیل نه‌شته.

هغه وویل، دوی به له ټولو دولتي ادارو سره کار ته دوام ورکړي تر څو هغه کارونه ترسره شي چې د هېواد لپاره مهم دي.

اصف غفور زیاتوي:

"په تېرو دوو اوونیو کې د ډیموکراسۍ په اړه ډېرې خبرې وشوې، خو په هېڅ‌ځای کې داسې څه نه‌دي ذکر شوي چې د ډموکراسۍ پر ضد به اقدام وشي."

نواز شریف.
نواز شریف.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د هغې امنیتي غونډې د جزئیاتو د خپرېدو پر مهال خپل یو نېږدې متحد له دندې لېري کړ او دوه اوونې دمخه‌یې د تحقیقاتو د راپور تر بشپړېدو وروسته هم خپل یو لوړپوړی سلاکار لیرې کړ، خو د اپرېل پر ۲۹مه نېټه د پوځ د ویاند اصف غفور پر ټویټرپاڼه راغلي چې د نواز شریف دا اقدام بشپړ نه دی.

په دې پیغام کې راغلي چې دا کار د هغو تحقیقاتو سره اړخ نه‌لګوي چې ومومي د دې غونډې معلومات چا خبریال المېدا ته ورکړي وو.

المېدا.
المېدا.

سیرل المېدا "Cyril Almeida" د پاکستان د ډان "Dawn" ​ورځپاڼې یو لیکوال او مرستیال اډېټر وو چې د تېر کال اکټوبر پر شپږمه‌یې په یوه مقاله کې د پوځ او ملکي حکومت د چارواکو تر منځ د یوې پټې امنیتي غونډې پر مهال د جنجال په اړه خبرې شوې وې.

المېدا د ورځپاڼي په لومړي مخ کې په یوه مقاله کې لیکلي چې په هغې امنیتي غونډه کې حکومت د پوځ له استخباراتي ادارې غوښتي چې د یاغیانو په وړاندې اقدام وکړي، که نه؟ له نړیوالې انزوا سره به مخامخ شي.

پاکستان هغه هېواد دی چې پوځ په‌کې تر ډېره واکمن دی او په تېرو دورو کې یې د نواز شریف د پخواني حکومت په ګډون، څو صدراعظمان د کودتاوو په نتیجه کې له قدرته لیرې کړي دي.

پاکستان له ۲۰۰۸ کال راهیسي په ډموکراتیکه بڼه یو منتخب حکومت لري، خو پوځ لا هم په چارو کې خپل پراخ نفوذ لري.

د دوی تر منځ د اختلافاتو په اړه هر ډول اشاره د هغه هېواد د ملکي حکومت د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کوي.

پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي اخیستې.

په دې ۷۰ کلن تاریخ کې د پاکستان پوځ ۳۳ کاله هغه هېواد اداره کړی دی.

XS
SM
MD
LG