د افغانستان د سولې عالي شورا له ولسمشره غواړي چې د چارو د ښه سمون په هدف د دغې شورا د ریاست لپاره وړ او مناسب کس ورمعرفي کړي.
د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې د سولې له عالي شورا سره سلا مشوره هم په کار ده.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له ولسمشر څخه غواړو چې د سولې عالي شورا ریاست لپاره داسې یو کس چې په هغه کې د یو رئیس صفات موجود وي، مصلح وي، ټولو خواو ته د منلو وړ وي، خیرخواه وي او د زړه له تله وغواړي چې د سولې لپاره کار وکړي د سولې عالي شورا سره په مشوره وټاکي."
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګېلاني شااوخوا درې میاشتې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې مړ شو.
د نوموړي له مړینې وروسته تر دې دمه دغه شورا مشر نهلري چې د شورا د غړو په باور دې تشې د شورا پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
د پیر سید احمد ګېلاني په ریاست کې د سولې عالي شورا وتوانېده چې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ سوله وکړي چې د دغې شورا د جوړېدو له ورځې راهیسې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.
په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي چې د سولې عالي شورا د رئیس د ټاکل کېدو لپاره سلا مشورې پای ته رسېدلي او ډېر ژر به داسې یو مصلح کس د رئیس په توګه معرفي شي چې ټولو ته د منلو وړ وي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د دغې شورا لپاره یو وړ کس د رئیس په توګه په دنده وګمارل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د سولې عالي شورا د مشرتابه لپاره د افغانستان له سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او مختلفو اقشارو سره مجلسونه شوي دي او د دوی د سلا مشورو په رڼا کې به ډېر ژر د دغې شورا لپاره یو وړ کس وګمارل شي."
دا په داسې حال کې ده چې نا تائید شوي راپورونه وايي، حکومت پلان لري چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکي.
جمهوري ریاست که څه هم دغه خبره نهتائید او نهیې هم ردوي، خو ټینګار کوي چې داسې یو کس به معرفي کړي چې په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د منلو وړ وي.
په ورته وخت کې د چارو کارپوهان وايي، حکومت باید د سولې عالي شورا لپاره داسې یو کس معرفي کړي چې په کورنیو جګړو کې یې برخه نهوي اخیستې.
د دغو کارپوهانو له ډلې فاروق اعظم وايي، که د سولې عالي شورا د مشرۍ لپاره داسې کس چې د جګړې ښکېلو خواوو ته د منلو نهوي غوره کېږي شورا نهشي کولای په اغېزمنه توګه خپلې چارې مخ ته یوسي.
د ده په خبره، د سولې عالي شورا رئیس باید د حکومت په استازيتوب نه بلکې د یوې بېطرفه منبعې په توګه له وسلهوالو مخالفینو سره خبرې وکړي.
راپور: رحمتالله افغان