د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۳

اصلاح: حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هڅو رنګ راوړ


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې او دغه شان طالبانو ته وروڼه ویل او له هغوی سره د خبرو اومذاکرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، بلاخره له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هڅو رنګ راوړ چې د سرمقاله لیکونکي په وینا دا د افغان دولت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده.

په سرمقاله کې راغلي د ورستیو کلنو تجربو وښوده چې د جګړې دوام په هېڅ ډول نشي کولای د افغانستان ستونزې هوارې کړي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي چې له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې د تفاهم لیک لاسلیک او کابل ته د دغه ګوند د مشر راتګ د خلکو او نړیوالې ټولنې له هرکلی سره مخ شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د خلکو غوښتنه له نورو هغو ډلو څخه هم چې په جګړه کې ښکېلې دي دا ده چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا همدې موضوع ته په پام سره په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ولسمشر غني سوله ییزو هڅو رنګ واوړ.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د ښاغلي غني هوډ غښتلی او په اسلامي او ملي ارزښتونو ولاړ و، له همدې امله د اسلامي حزب مشر د سولې او پخلاینې له بهیر سره یو ځای شو.

په سرمقاله کې راغلي، له طالبانو سره هم د سولې او د ملي پخلاینې هڅې بنسټیزې او د ملت له سپېڅلو ارادو راټوکېدلي دي.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، طالبانو ته هم پکار ده چې پردۍ جګړه بس او د افغانستان د تاریخي دښمنانو وسلې له اوږو کوزې کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي چې، طالبانو ته وروڼه ویل د افغانستان د شهیدانو له وینو سره جفا ده.

په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار طالبانو ته په داسې حال کې وروڼه وویل چې په تېرو څرګندونو کې یې له دوی سره ناندرې درلودې او ورڅخه یې غوښتي ول چې هوښیار شي او له جګړې لاس واخلي.

سرمقاله لیکونکي لیکي که په ورور ویلو سره طالب له جګړې لاس اخلي کومه خبره نه ده خو تجربو ښودلې چې څومره دوی ځانته رانېږدې کوې د دوی له خوا تاوتریخوالی زیاتېږي.

ده پوښتنه مطرح کړې چې طالبان د بې ګناه خلکو د وینو رودونه جاري کوي او پڼه پرې کوي نو څنګه کولای شو چې هغوی ته وروڼه ووایو؟

XS
SM
MD
LG