د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

حکمتیار: روانې جګړې ته باید د پای ټکی کېښودل شي


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي د بین الافغاني مذاکراتو له لارې باید روانې جګړې ته دپای ټکی کېښودل شي.

ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې نن د لغمان ولایت په مقام کې دننګرهار والي ګلاب منګل په مشرۍ راغلي ددغه ولایت قومي مشرانو او د حزب اسلامي مرکزي غړو ته د وینا پر مهال وکړې.

حکمتیار وویل:

"پردي موږ ته سوله نه شي راوستلی، موږ باید پخپله د بین الافغاني مذاکراتو له لارې روانې جګړو ته د پای ټکی کېږدو."

د حزب اسلامي مشر همدارنګه وویل، د جګړې له لارې اهداف نه ترلاسه کېږي او باید طالبان دې دسولې لار خپله کړي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تفاهم لیک تېر کال لاسليک شو.

د یاد تفاهم لیک له مخې به د حزب اسلامي په ډېر شمېر سره بنديان له زندانونو خوشې شي.

XS
SM
MD
LG