د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ټرمپ د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې ګټورې وبللې


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره‌یې ښې خبرې لرلې او دواړه لوري، واشګنتن او مسکو هڅې کوي چې د سوریې شپږ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړ:

"موږ له ښاغلي لاوروف سره ډېرې ښې خبرې لرلې، لکه څرنګه چې مې یادونه وکړه، ګټورې خبرې وې، موږ غواړو چې په سوریه کې دغه بدې وژنې ډېرې ژر ودرېږي او ټول باید په دې برخه کې کار وکړي."

د جنوري له میاشتې راپه دې‌خوا چې ټرمپ په رسمي ډول ولسمشر شوی دا لومړی ځل دی چې د روسیې له دومره جګپوړي چارواکي سره غونډه کوي.

ډونالد ټرمپ.
ډونالد ټرمپ.

که څه هم پر دې خبرو د امریکا د ولسمشر د یوې ورځې مخکې پرېکړې سیوری غوړلی و، ټرمپ د سې شنبې په ورځ د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «اېف. بي. ای» مشر جېمز کومي برطرفه کړ او پرون چې له ټرمپه خبریال پوښتنه وکړه چې ولې یې هغه ګوښه کړ ده په ځواب کې وویل:

"ځکه چې هغه ښه کار نه‌کاوه، ډېر ښکاره وایم هغه ښه کار نه‌کاوه."

جیمز کومي د هغو جنایي تحقیقاتو څارنه کوله چې تور پورې شوی چې د ټرمپ ملاتړي له روسي چارواکو سره اړیکې لري.

ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې پرون خبریالانو ته له سرګي لاوروف سره د خبرو په اړه وویل:

"زه فکر کوم چې د سوریې په برخه کې موږ ډېر ښه روان یو، ځینې پېښې رامنځته کېږي، خو خبرې مو ډېرې ډېرې مثبتې وې."

د امریکا د ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو وروسته سپینې ماڼۍ یو بیان خپور کړ چې په‌کې راغلي دي چې ټرمپ له لاوروف څخه غوښتي دي چې د سوریې ولسمشر او ایران چې دواړه د روسیې نېږدې ملاتړي دي، مهار کړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا د اوکراین پر وضعیت هم خبرې وشوې او ټرمپ په دې برخه کې لاوروف ته وویل چې روسیه د دې مسؤلیت لري چې په بشپړه توګه د مېنسک د سولې تړون تطبیق کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د ولسمشر تر خبرو وروسته په واشنګټن کې د روسیې په سفارت کې لاوروف خبریالانو ته وویل چې ټرمپ له مسکو سره داسې اړیکي غواړي چې عملاً په‌کې متبادله ګټه ولري.

سرګي لاوروف.
سرګي لاوروف.

ښاغلی لاوروف زیاتوي:

"موږ نه‌شو کولای چې ټول موضوعات په یوې لیدنه کې حل کړو، دا ښکاره ده او په واقعیت کې پر دغې لاره د تګ لپاره ښه نیت شته."

لاوروف زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په جولای کې د لومړي ځل لپاره د جرمني په هامبورګ کې د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي هېوادو په سرمشریزه کې غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG