د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

ټرمپ سوریه کې «YPG» کردي ډلې ته د وسلو ورکولو پلان تائيد کړ


سوریه کې «وای. پي. جي» کرد سرتېري.
سوریه کې «وای. پي. جي» کرد سرتېري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پلان تائيد کړ چې له مخې به‌يې امريکا «وای. پي. جي» کرد جنګيالیو ته وسلې ورکوي او دا به له داعش څخه د سوريې د رقه ښار د بېرته نيولو د هڅو برخه وي.

ټرمپ دا اقدام د ناټو غړي هېواد ترکيې پر سخت مخالفت سربېره کړی دی.

واشنګټن وايي، د امریکا په ملاتړ د ائتلاف برخه کرد غړو ته به وسلې ورکوي خو ترکیه دغه کردان ترورېستان ګڼي.

تېره مياشت ترکيې پر دغو کردانو هوايي بمباري وکړه او شااوخوا ۳۰ جنګيالي يې ووژل.

تر دې وړاندې د ترکیې د صدراعظم مرستیال نورالدین جانیکلې ویلي وو چې انقره هیله لري چې د امریکا متحده ایالات به د "خلکو د خوندیتوب کنډکونو" په نوم د دغې ډلې د ملاتړ پالېسي ختمه کړي او ویلي یې و چې دغه جنګیالیو ته د امریکا وسلې ورکول د منلو وړ نه‌دی.

خو پنټاګون ټينګار کړی چې کرد ځواکونو ته وسلې ورکول به په رقه کې د روښانه بريا لپاره مهم وي.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش رقه ښار پر خپل سر د پلازمېنې په توګه اعلان کړی دی او دا ښار پر لوېديځ د حملو پلانولو لپاره د مرکز په توګه کارېږي.

د داعش پر ضد د ترکيې ملاتړ مهم دی خو په رقه ښار کې جګړې امریکا اړ ايستلې چې تر دې هر څه وړاندې فکر وکړي.

دا هغه څه دي چې پرته له شکه به د واشنګټن او ترکيې پر اړيکو منفي اغېز وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې ټاکل شوې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG