د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۲

وسله‌وال طالبان د افغانستان امن ته لوی ګواښ دی که داعش ډله؟


د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له‌خوا د داعش ډلې پر پناه ځايونو تر ټولو لوى غير اټمي بم ١١ ورځې مخکې وکارول شو، خو په بلخ ولايت کې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د وسله‌والو طالبانو ډله‌ييزې حملې د نړۍ د مطبوعاتو زيات پام ځان ته واړاوه.

دغه حمله د جمعې په ورځ وشوه چې له کبله‌يې لسګونه افغان سرتېري ووژل شول، يا هم ټپيان شول.

اوس پوښتنې ولاړې شوي چې ايا وسله‌وال طالبان د افغانستان امن ته لوى ګواښ دى، که داعش ډله؟

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ميرويس ياسيني
ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ميرويس ياسيني

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ميرويس ياسيني ويلي:

"د افغانستان د امن او ثبات لپاره تر ټولو لوى خطر وسله‌وال طالبان دي، نه داعش جنګيالي."

ده په خپلو خبرو کې ويلي پر داعش تاسو تر ټولو لوى بم وغورځاوه، خو د طالبانو په باب څنګه؟ چې هره ورځ لسګونه کسان وژني.

روېټرز اژانس ليکلي، که څه هم په کابل کې د امريکا د پوځ قوماندانۍ پر شاهين قول اردو د حملې په اړه د تبصرې کولو غوښتنې ته ځواب ونه‌وايه، خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د جمعې په ورځ تر حملې څو ساعته وروسته په يوه اعلاميه کې وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ به وي.

د اژانس په حواله، دا مهال په افغانستان کې نيږدې ٩ زره امريکايي پوځيان دېره دي چې د دوى شااوخوا ٧ زره‌يې افغان ځواکونه روزي او همکاري يې کوي.

واشنګټن د افغان قواوو د روزنې لپاره چې وکړاى شي په بشپړ ډول امنيتي مسؤليتونه واخلي په میلياردونه ډالره لګولي دي.

امريکايي سلاکاران د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو په وړاندې په مستقيمه مبارزه کې لږه برخه اخلي، خو د ترورېزم ضد يوه محدوده نظامي قطعه چې شااوخوا ١٥٠٠ سرتېري په‌کې برخه لري، د سخت دريځو وسله‌والو پر ضد مبارزه کې ونډه لري، خو د دوى عمده هدف القاعده او د اسلامي دولت ډلې يا داعش غړي دي.

روېټرز اژانس ليکلي، داعش ډلې په افغانستان او ګاونډي هېواد پاکستان کې د ګڼو وژونکو بمي حملو مسؤليت منلى دى، خو زيات تحليلګران په دې باور دي چې وسله‌وال طالبان د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت ته چې د امريکا له‌خوا يې ملاتړ کېږي، يو اساسي خطر ګڼل کېږي.

خو په واشنګټن او کابل کې مقاماتو دا نظريات رد کړي چې وسله‌وال طالبان دې کوم جدي خطر وي.

دا خبره کرېسټوفر کولېندا کړې ده.

دى د امريکا د پوځ پخوانى افسر دى چې په افغانستان کې يې پوځي خدمت کړى او د شخړو لپاره د ستراتيژۍ په يوه امريکايي مرکز کې يې وظيفه درلوده.

د ده په خبره، امريکايي چارواکي تمايل لري چې د داعش او القاعده په څېر پر نړيوالو ډلو تمرکز وکړي، خو افغان چارواکي پاکستان او وسله‌والو طالبانو، دغه‌راز په دې ډلې پورې نورو تړلو جنګياليو ته د لوى خطر په سترګه ګوري.

روېټرز د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د وروستيو کلونو تګلارې ته اشاره کړې چې په باور يې هغه وخت په افغانستان کې امريکايي پوځيانو په مستقيم ډول پر طالبانو له حملې ځکه ډډه کوله چې هيله‌يې درلوده دغه ډله ښايي د سولې مذاکرو ته حاضره شي.

اژانس په کابل کې د افغان چارواکو خواشينۍ ته پام اړولى چې ويلي يې دي امريکايان نه‌دي توانېدلي د وسله‌والو طالبانو او پاکستان پر ضد تر ممکنه حده جدي اقدام وکړي.

دغه چارواکي پاکستان تورنوي چې په سيمه کې د هندوستان د نفوذ د مخنيوي په پلمه سخت دريځي وسله‌وال ګماري او ملاتړ يې کوي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي، دغه هېواد خپله د هغو ډلو له‌خوا هم چې په افغانستان کې فعالې دي، د تروريزم قرباني دى.

ولسي جرګه کې د کابل استازی محمد فرهاد صديقي
ولسي جرګه کې د کابل استازی محمد فرهاد صديقي

په ولسي جرګه کې د کابل استازي محمد فرهاد صديقي ويلي:

"وسله‌وال طالبان په افغانستان کې يوازنى لوى چلېنج دى خو له بده‌مرغه چې د دوى د رژيم تر نسکورېدو وروسته د امريکا متحده ايالاتو او افغان حکومت د دوى د له‌منځه وړلو يا هم مذاکرو ته د هغوى د مجبورولو لپاره څرګنده تګلاره نه‌درلوده."

ښاغلي صديقي ويلي پر داعش ډلې د بمونو مور په نامه بم واچول شو، خو تر پولې هاخوا هم بايد د وسله‌والو طالبانو پر پناه ځايونو او د هغوى د روزنې پر مرکزونو يو بم اچول شوى وى.

افغان حکومت ويلي چې د سخت دريځو وسله‌والو د ځپلو لپاره کلک هوډ لري، د دې تر څنګ سولې ته د رسېدو لپاره هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نړيوالو ځواکونو ويلي چې د سخت دريځو وسله‌والو د ځپلو او د سولې د پروسې لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG