د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

پنس: امریکا به اسټرالیا سره د کډوالو په اړه شوې هوکړه عملي کړي


د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس پرون شنبه وویل چې متحده ایالات به له اسټرالیا سره د بارک اوباما د ادارې هغه موافقه چې پر اساس به‌یې د افغانستان، ایران او پاکستان یو شمېر کډوال امریکا ته ولېږدول شي، عملي کړي.

هغه چې په سېډني کې د اسټرالیا له صدراعظم مالکوم ترنبول "Malcolm Turnbull" سره په ګډه خبري غونډه کې یې خبرې کولې، څرګنده کړه چې د موافقې عملي کول دا معنی نه‎لري چې دوی دا موافقه خوښوي.

مایک پنس وویل، دا موافقه له اسټرالیا سره د امریکا مهم اتحاد ته د درناوي له مخې عملي کوي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس

مایک پنس زیاته کړه:

"د امریکا خلک به د سختۍ په شېبو کې د اسټرالیا ملاتړ نه‌هېروي. اسټرالیا هم په ‎دې برخه کې نه‎ده هېره شوې. هغه څلور ترورېستي حملې چې په وروستیو ۳۱ میاشتو کې په انفرادي ډول وشوې، د یوه نړیوال سرطان «ترورېزم» زېږنده وې. لکه څرنګه چې ما او صدراعظم ترنبول خبرې وکړې، د اسټرالیا خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ به تر هغو چې د نړیوال ترورېزم ریښې د ځمکې له مخې پاکې شي، کرار نه‌کېنو."

د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما تېر کال له اسټرالیا سره موافقه وکړه چې تر ۱۲۵۰ تنو پناه غوښتونکو ته به چې له افغانستان، ایران او پاکستانه ورغلي په خپله خاوره کې پناه ورکړي.

دا هغه پناه غوښتونکي دي چې د اسټرالیا حکومت د جنوبي پاسفیک په دوو ټاپوګانو "ناورو" او "پاپوا ګینه‌نو" کې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې اچولي اواسناد یې څېړي.

مایک پنس وویل، هغه پناه غوښتونکي به چې امریکا ته استول کېږي، تر کلکې امنیتي څارنې تېرېږي او اسناد به‌یې په دقت څېړل کېږي.

د اسټرالیا صدراعظم مالکوم ترنبول
د اسټرالیا صدراعظم مالکوم ترنبول

د اسټرالیا حکومت د غیر قانوني پناه غوښتونکو او اقتصادي کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره، هغه کسان چې د سمندر له لارې په قاچاقي بېړیو کې د ورتګ هڅې کوي، په "پاپوا ګینه‌نو" او "ناورو" ټاپوګانو کې د کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتي.

له اسټرالیا سره د ډونالد ټرمپ اړیکې په سپینه ماڼۍ کې د هغه د کار د پیل په لومړۍ میاشت کې کړکېچې شوې، ځکه ولسمشر ټرمپ د اسټرالیا له صدراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسټرالیا او بارک اوباما د ادارې دا موافقه "نیمګړې او خرابه" بللې وه.

د اسټرالیا او امریکا د موافقې پر اساس به د اسټرالیا حکومت د السلوادور، ګواتیمالا او هندوراس یو شمېر پناه غوښتونکو او کډوالو ته ځای ورکوي چې په امریکا کې ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG