د لاسرسي لېنکونه

د شمال زون د عالمانو یوه اتحادیه جوړه شوه


په شمال زون کې له افراطیت سره د مبارزې لپاره د شمال زون د عالمانو یوه اتحادیه جوړه شوه.

د یادې اتحادیې چارواکي وايي چې اساسي هدف‌یې په بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې له افراطیت سره مبارزه او د دیني مدارسو له فعالیت څارنه ده.

د دغې اتحادیې غړي مولوي حیات‎الدین نن په مزار ښار کې د علماو شورا یوې غونډې ته وویل چې ورځ تر بلې په بلخ او د یو شمېر شمالي ولایتونو کې په دیني مدارسو کې افراطیت ته لمن وهل کېږي چې د نوموړي په خبره دا ډول هڅې د هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.

XS
SM
MD
LG