د لاسرسي لېنکونه

امریکا د ایران زندانونو پر ادارې او یوه چارواکي بندیز ولګاوه


د امریکا متحدایالات وايي چې د ایران د زندانونو اداره او د دې ادارې یو جګپوړی چارواکی یې د بندیزونو په فهرست کې ور زیات کړي دي.

له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې د دې بندیزونو علت بلل شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل چې د ایران د محبسونو پر ادارې او یو مسؤل چارواکی سهراب سلیماني د بندیزونو لګول په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ژورو اندیښنې انعکاس دی.

سلیماني پخوا د ایران د محبسونو رییس و او اوس هم د ایران د زندانونو په اداره کې مهم رول لري.

XS
SM
MD
LG