د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې یو امریکايي او ۲ روسي فضانوردان خپل سفر پای ته ورسوي


ټاکل شوې ده یو امریکايي او دوه روسي فضانوردان په نړیوال فضايي سټېشن کې د ځمکې ګرد چاپېر د ۱۷۳ ورځې پوره کولو وروسته نن خپل سفر پای ته ورسوي.

امریکايي قوماندان شېن کيمبرو او روسي اندرې بوري سينکو او سرګي ريژينکوف خپله فضايي بېړۍ له نړیوال فضايي سټېشن څخه تر وخت مخکې بېله کړه چې په قزاقستان کې د ځايي وخت پر ۵:۲۱ دقيقې بايد کېنستلې وی.

فضانوردې پيګي وېټسن نن له شېن کيمبورو څخه د نړيوال فضايي سټېشن مشري تر لاسه کړه.

دغه سټېشن د سل میليارده ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

مېرمن پيګي وېټسن به د دوو عملې مشري پر غاړه لري.

دغه دوه کسان د اروپايي قضايي ادارې فضانوردان اولیګ نوويتسکي او توماس پېسکوېټ دي.

XS
SM
MD
LG