د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د مدني ټولنو شبکه: د ډیورند کرښې موضوع باید ملي وي نه قومي


د افغانستان د مدني ټولنو شبکه ټینګار کوي چې د ډیورند د کرښې موضوع باید ملي وي نه قومي.

یو شمېر افغان مدني فعالان چې د مدني ټولنو د شبکې تر چتر لاندې راټول شوي وايي چې په ملي مسایلو کې باید طرف ونه نیول شي.

د دغه شبکې مشر سید ناصر موسوي د جمعې په ورځ د خبرې ناستې پرمهال وویل چې اوسنیو حالاتو ته په کتو باید ملي ګټې د هرې موضوع په سر کې وي.

د نوموړي په خبره د ډیورند د کرښې قومي کول ناوړه پایلي لري او افغانان به ترې ډېر زیان وویني.

نوموړي زیاته کړه:

"که د ډیورند کرښه له ملي جریان څخه په قومي جریان بدل شي او د پاکستانیانو ورته پام شي چې د افغانانو یوه برخه د ډیورند له کرښې ملاتړ کوي زموږ ملي ګټې زیانمې کېږي، موږ باید واضح پیغام ولرو چې له دې مسئلې سره زموږ چلند ملي دی نه قومي."

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یوه غړي د ډیورند کرښه رسمي وبلله، خو د ګڼو وکیلانو توند غبرګون یې هم راوپاراوه.

​د ډیورند د کرښې په اړه بحثونه له هغې وروسته تاوده شول چې پاکستان د دغه کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو د جوړېدو خبر ورکړ.

د پاکستان دغه اقدام د افغان حکومت او خلکو غبرګون له ځان سره درلود.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دډیورند کرښه یوه ملي داعیه ده او حکومت په دې اړه د پریکړې صلاحیت نه لري.

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو ځینو غړیو هم په دې اړه مظاهرې وکړي او ویلي یې دي چې د ډیورند د کرښې د رسمیت په اړه هېڅ سند نشته.

د افغانستان ملي شورا هم ویلي و چې د ډیورند د کرښې په اړه پریکړه یوازې د دغه کرښې دواړو خواوو ته مېشت ولسونه کولای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې غړي د ډیورند د کرښې په اړه دوه لید لوري وړاندې کوي.

یو شمېر غړي یې د ډیورند د کرښې د حل غوښتنه کوي خو ځینې نور بیا وايي په اوسنیو شرایطو کې د دې مسئلې مطرح کول مناسبه نه ده.

د دغه شبکې غړی نجیب الله جامع وویل:

"باید په اوسنیو شرایطو کې دغه موضوع نه وای مطرح شوې د دې پرځای چې د ډیورند د کرښې په اړه خبرې وکړو ښه به وي چې پر کورنیو لومړیتونو چې اقتصادي، سیاسي او ټولنیز مسایل دي فکر وکړو او له هغې وروسته د ملت جوړونې لپاره کار وکړو."

د ښاغلي جامع په خبره د ډیورند د کرښې موضوع یوه ملي داعیه ده او باید ټول ولس ترې ملاتړ وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG