د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستاني او روسي جنرالانو د ګزمو او د کرښې په دې غاړه کې د حقاني شبکې د ځینو غړو د موجودیت په اړه به د امنیتي بنسټونو له څېړونو وروسته نظر څرګند کړي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ کابل کې د خبري ناستې پر مهال د همدې موضوع په اړه د ازادي راډیو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دې برخه کې څه ویل به له وخته وړاندې وي.
نوموړي زیاته کړه:
"کله چې د دې موضوع په اړه د امنیتي او دفاعي ځواکونو څېړنې ترلاسه کړو او وګورو چې څېړنو کې څه ویل شوي بیا کولای شم په دې اړه ستاسو پوښتنې ته مناسب ځواب ولرم."
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې وروستیو کې یو شمېر روسي او پاکستاني جنرالان او د حقاني شبکې ځیني غړي د ۱۱ ورځو لپاره د پکتیا په ګومل، د خوست په سپېره او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالیو کې ګزمې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې پاکستاني او روسي جنرالانو په دغې موده کې د یادو سیمو نقشې او عکسونه اخیستي او په هغو سیمو کې چې طالبان موجود وو دوی ورسره مشورې کړي او نوي جګړهییز تکتیکونهیې هم ورښودلي دي.
پکتیا کې هم ځینو سرچینو ازادي راډیو سره په خبرو کې د سپېره او د خوست د غلام خان د موسیخېلو سیمه کې د پاکستاني او روسي جنرالانو موجودیت تائید کړی او وايي چې له افغانستان سره د پاکستان پولې هم د دې لپاره تړل شوې وې څو پاکستانیان ځینو سرحدي سیمو کې په ازاده توګه له روسي جنرالانو سره خپل پروګرامونه عملي کړي.
له دې وړاندې د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و داسې اسناد او شواهد لري چې د ډیورند کرښې اخوا پاکستاني او روسي جنرالان له طالبانو سره لیدل شوي او د نوموړي په خبره دوی غواړي د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې مرکزونه جوړ کړي.
د پاکستان پوځ د تېرې اوونۍ په پای کې شمالي وزیرستان ته د روسیې د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ د یوه روسي پلاوي د ورتګ په اړه هم ویلي وو.
خو له هغې یوه ورځ وروسته د ناټو لپاره د روسيې استازي دا اندېښنې بېځایه وبللې چې روسان له طالبانو سره مرسته کوي.
له بلېخوا د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا مسئله د افغانستان، پاکستان او روسیې تر منځ د اړیکو برخه کې نوی بدلون دی او دا د افغانستان لپاره ښه پیغام نهشي لېږدولی.
سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود ازادي راډیو ته وویل چې که دا ډول ګډ مأموریت ترسره شوی وي افغان حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره له ډیپلوماتیکو لارو کار واخلي.
نوموړی وايي:
"که روسان له پاکستاني پوځیانو او یا د دولت له ځینو مخالفو ډلو سره په ګډ مأموریت کې دندې اجرا کوي دا په افغانستان کې د جنګ د دوام ښکارندویي کوي او د افغانستان په شخړو کې د یو بل درېیم او لوی هېواد ښکېلتیا ښيي چې دا بیا د افغان او نړیوالو ځواکونو لپاره د یو بل مأموریت د رامنځته کېدو په معنی ده، خو که افغان حکومت اسناد ولري کولای شي چې له ډیپلوماتیکو لارو، ملګرو ملتونو او ان پهخپله روسیې ته دغه ستونزه مخ ته کړي."
ښاغلی محمود وايي چې د امریکا متحده ایالات کولای شي په دې مسئله کې منځنګړیتوب وکړي او له افغانستانه خپل پراخ ملاتړ اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو به تر راتلونکو ۹ ورځو د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه وي چې د افغانستان په ګډون به د ۱۱ هېوادونو استازي پهکې ګډون وکړي.
خو د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی په افغانستان کې د روسیې د فعالیتونو پراختیا د اندېښنې وړ بولي.
راپور: محمد حدیث پردېس