د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

محکوم شوی کامران علیزی ازاد ګرځي او په اړه‌یې پرېکړه سیاسي بولي


د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزی وايي چې د درنو جرمنو پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز د ده په اړه سیاسي او سلیقوي پرېکړه کړې ده.

یاد عدلي او قضايي مرکز ۱۰ ورځې وړاندې له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور کامران علیزی په دوه نیم کاله بند محکوم کړ خو نوموړی لا هم ازاد ګرځي او وايي، د دندې په اړه به‌یې ولس پرېکړه وکړي.

کامران علیزي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوهمې او درېیمې محکمې ته به حاضر شي خو لومړۍ محکمې د ده په حق کې یو اړخیزه پرېکړه کړې ده.

ښاغلی علیزی وايي، قانون ته درناوی لري خو دی به په اسنادو ثابته کړي چې د محکمې پرېکړه ناسمه او دی بې‌ګناه دی.

نوموړی وايي:

"معلومېږي چې محکمې سیاسي او سیلقوي پرېکړه کړې او زه د دې انتظار لرم چې دوهمه او درېیمه محکمه وشي، موږ قانون ته احترام لرو خو زما د دندې په اړه به خلک پرېکړه وکړي."

که څه هم په‎خپله کامران علیزی محکمې ته نه‌و حاضر شوی خو محکمې له دندې څخه د ناوړه استفادې او د یوه څارنوال د وهلو په تور نوموړی په بند محکوم کړ.

د هرات د ولایتي شورا مشر په دوه کاله او ۶ میاشتې بند محکوم شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کامران علیزي په اړه لاهم وروستۍ محکمې پرېکړه نه‎ده کړې.

لویې څارنوالۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو اجرائیه ریاست وايي، قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي.

د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون بیا وايي، د کامران علیزي قضیه باید د دوی په حضور کې بیا وڅېړل شي.

د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی
د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی

د دغه کمېسیون مشر عبدالله بارکزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دلته ځیني نور نزاکتونه شته نو ځکه موږ بیا د دې قضیې د پلټنې غوښتونکي یو، په دغو څېړنو کې باید د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې پلاوي هم وي او د مرکزي څارنوالۍ غړي هم موجود وي. دغه قضیه دې وڅېړل شي، کامران علیزی خو ورک نه‎دی هغه د خلکو استازی دی او هلته موجود دی."

د ښاغلي بازکزي په خبره د قانون له حکم څخه هېڅ‌څوک سرغړونه نه‎شي کولای خو که هغوی چې قانون پلی کوي اړخ نیسي بیا نو په کار ده چې یوه بله مرجع عدالت ټینګ کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG