د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د افغان فوټبال ټیم پخوانی روزونکی وايي له افغانستانه وتو ته اړ شوی


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی بهرنی روزنکی وایي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له‎خوا د ځینو فشارونو له کبله اړ شو چې له دې هېواده ووځي.

پیټر شګرت د چهارشنبې په ورځ د فوټبال فدراسیون ریاست ته د نوماند هارون پوپل سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د فوټبال له ملي لوبډلې سره تاجکستان ته روان و چې د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو له‎خوا ورڅخه پاسپورټ، پیسې او نور وسایل واخیستل شول او د تګ اجازه ورنه‎کړل شوه.

نوموړی وايي:

"دغه مسئله ده، ما د افغانستان ملي لوبډله هېڅ وخت پرې نه‎ښوده دوی زه یوازې پرېښودم، دوی زما پاسپورټ واخیست، دا موضوع ما په یوه خبري کنفرانس کې تشرېح کړه دا یوه لویه ستونزه ده کله چې دوی ستا پاسپورټ او نغدې پیسې واخلي ما بل کوم انتخاب نه‌درلود چې هوایي ډګر ته لاړ شم دا یوه لویه ستونزه ده او ټول لوبغاړي خبر دي چې زه له افغان ملي ټیم سره تاجکستان ته تلم."

نوموړي وویل، د ده د روزنې پر مهال افغان لوبډلې ډېرې لاسته راوړنې درلودې چې سنګاپور، بنګله‎دېش او مالدیف ته ماتې ورکول‌یې د یادولو وړ دي.

پیټر شګرت د ۲۰۱۵ میلادي کال د اکټوبر په ۳۱مه نېټه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روزنې دنده پر غاړه واخیسته.

په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال سید علي رضا اغا زاده ازادي راډیو ته د پیټر شګرت دغه څرګندونې رد کړې او زیاته‌یې کړه چې ښاغلي شګرت خپله نه‌غوښتل چې د فوټبال ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه دنده پر مخ یوسي.

نوموړی وايي:

"موږ په بشپړ ډول دغه موضوع ردوو ښاغلي پیټر چې ونه‌غوښتل چې د ملي ټیم سره ولاړ شي، هغه وخت له نوموړي سره خپل شخصي ساتونکي موجود وو، د افغانستان د فوټبال فدراسیون ورته د هغه د غوښتنې سره سم ټکټ واخیست هوټل‌یې هم وو او تر هوایي میدانه ورسره مل وو."

د ښاغلي اغازاده په خبره اوس‌مهال د ښاغلي پیټر راتګ افغانستان ته غیر مسلکي عمل دی.

هغه زیاته کړه چې د فوټبال د ملي لوبډلې لپاره‌يې نوی بهرنی روزونکی چې د جرمني اوسېدونکی دی ګمارلی او د لوبډلې د ښې روزنې لپاره هلې ځلې روانې دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG