د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۴

د کابل نادریې لېسې یوه زده کوونکي بل زده کوونکی وژلی


په کابل کې نن د نادریې لېسې یو زده کونکی د بل زده کوونکي له لورې په چاقو ووژل شو.

د پوهنې وزارت د نشرانو رئیس کبیر حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې قاتل نیول شوی خو دا معلومه نه ده چې ولې یې سراج الدین چې د یولسم ټولګي زده کوونکی وو وژلی دی:

"داچې قاتل څه شي هڅولی چې دا کار وکړي دا به امنیتي ادارې له څېړونو وروسته روښانه کړي خو زموږ لپاره خواشینونکی خبر دی او موږ زده کوونکی له لاسه ورکړ."

د کبیر حقمل د معلوماتو له مخې افغان امنیتي ځواکونو قاتل چې محبوب الدین نومېږي د کابل ـ پنجشیر پر لوریه لاره نیولی دی.

XS
SM
MD
LG