خبرونه
هند وايي، د افغانستان د درملو اړتیاوې د اوږدې مودې لپاره پوره کوي
د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د روغتیا وزیر د ډیلي د سفر له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې هند به د افغانستان د درملو اړتیاوې په اوږدمهاله ډول پوره کړي.
دغه اقدام د دې لپاره شوی، څو پر پاکستان د افغانستان د درملو د وارداتو اتکا کمه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د هند او افغانستان د روغتیا وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هندي چارواکو د بشري مرستو د دوام او له طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو د پراخولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اتریش په ازبکستان کې د افغان کډوالو پر مساله څیړي
د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران روانه اونۍ ازبکستان ته ځي او هلته به د افغان کډوالو په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ماینل رایزینګر او د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ازبیکستان ته ولاړ شي او له ازبیک چارواکو سره د هغو افغانانو په تړاو خبرې وکړي چې په اتریش کې یې د پناه اخیستو درخواست رد شوی دی. اتریش غواړي دغه افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
په نورستان کې له زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د نورستان په دوو ولسوالیو کې له هغو زرګونو افغانانو سره مرسته کړې ده چې د پاکستان او افغانستان د جګړو له امله اغیزمن شوې دي.
سره صلیب د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په کامدیش او برګ مټال ولسواليو کې یې له اوولس زره اغیزمنو شویو کورنیو سره د ووړو، غوړیو او یوشمیر نورو خوراکي موادو مرسته وکړه.
سره صلیب دا مرسته د ملګرو ملتو د خوړو له نړیوال پروګرام سره په ګډه کړې ده.
سپینه ماڼۍ: له ایران سره خبرې روانې دي
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د خبرو اترو د نوي وړاندیز په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، او یوازې یې دومره وویل چې بحثونه دوام لري.
د سپېنې ماڼۍ د مرستیال ویاندې په وینا فرانس پریس اژانس خبر ورکړ چې وایي، موږ د شخصي دیپلوماتیکو خبرو اترو جزییات نه رسنیز کوو.
اغلې کیلې وایي، ولسمشر ټرمپ روښانه کړې ده چې ایران به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او په لنډمهال او اوږدمهال کې د امریکا د ملي امنیت د اطمینان لپاره خبرې روانې دي.
ایران د پنجشنبې په ماښام له امریکا سره د روغې جوړې د خبرو لپاره خپل وړاندیز پاکستان ته وسپاره، چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې لپاره منځګړیتوب کوي.
ایران امریکا ته د روغې جوړې نوی وړاندیز کړی
د ایران ایرنا دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ( د مې لومړۍ) خبر ورکړ چې تهران د پنجشنبې په ماښام له امریکا سره د روغې جوړې د خبرو لپاره خپل پلان پاکستان ته وسپاره.
د ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا د اکسیوس ویبپاڼې په وینا هم دا خبر تایید کړی دی. د اکسیوس انلاین رسنۍ د راپور له مخې د ایران متن د روغې جوړې په تړاو د امریکا له وروستیو تعدیلاتو وروسته چمتو شوی دی.
تر دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو او د هرمز تنګي د پرانیستو په تړاو د ایران وړاندیز رد کړی و.
بیا داسې خبرونه خپاره شول چې ایران به نوی وړاندیز وړاندې کړي.
ایراني چارواکو په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې دوی د جګړې د بندولو په اړه د بشپړ تضمین ترلاسه کولو څخه مخکې د یورانیمو د غني کیدو په شمول د اټومي مسایلو په تړاو خبرو ته لیواله نه دي.
ټرمپ وايي ایران سره د مذاکراتو په جریان یواځې دی او څو نور کسان خبر دي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل ایران سره د مذاکراتو په جریان یواځې دی او څو نور کسان خبر دي.
وروستیو اونیو کې ټرمپ او نوروامریکايي چارواکو له ایران سره د مذاکراتو د دوام او هوکړې ته رسیدو لپاره دایران د هلوځلو خبره کړې خو تهران داخبره رد کړې.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي پاکستان دتهران او واشنګتن ترمینځ خبرو کې اصلي منځګړی دی.
د ایران د بهرنیو چارووزارت ویاند اسماعیل بقايي په تلویزیوني مرکه کې ویلي چې ګڼ هیوادونه غواړي د ستونزې په حل کې مرسته وکړي خو "پاکستان بیا هم د دواړو لوریو ترمینځ اصلي منځګړی دی."
هغه دا هم وویل چې "داتمه باید ونشي چې مذاکرات به ډیر ژر نتیجې ته ورسیږي او دغه ډول تمه معقوله نه ده."
اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ
اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.
یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و.
چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.
د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»
چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.
د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپلاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.
خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.
د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.
یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.
ریچارد بینټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې، افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان بې له قید او شرطه سمدستي خوشې کړي.
ریچارد بینټ زیاتوي چې په افغانستان واکمن طالبان باید دا یقیني کړي څو د رسنیو کارکوونکي وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او خپل کار پرته له وېرې، غچ اخیستنې، ځورونې او یا نیولو ترسره کړي.
نوموړی وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمن ډول کمه شوې ،خپلواکه راپور ورکونه اوس په جدي ډول محدوده شوې، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د محدودیت او سانسور په فضا کې د واکمنو ترکنټرول لاندې کارکوي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د وري په ۲۲مه وویل د طالبانو په زندان کې دخبریالانو، شکیب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي روحي او رواني وضعیت ښه نه دی.
بلخوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ سږني شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ یم ځای کې راغلی.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ هرکال د مې په ۳ لمانځل کیږي.
سږکال یونیسکو په دې مناسبت د مې په ۴مه “د سولې په لور د راتلونکې د جوړولو” تر عنوان لاندې د زامبیا پلازمینه لوساکا کې یو انلاین او حضوري کنفرانس تنظیم کړی دی.
پنجشنبې زرګونه کسان نور افغانستان ته ستانه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون رپوټ ورکوي چې پرون څه دپاسه زر کورنۍ چې ۵۳۵۵ غړي لري دهیواد د بیلابیلو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې لدې جملې ۷۳۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي او سلګونو کورنیو سره نقدې مرستې شوي او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا د پناه غوښتوکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
حامد کرزي او خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو د زده کړو بندیز ختم کړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغو دواړو پخوانیو چارواکو دا غوښتنه د یونیسف د وروستي راپور په تړاو کړې ده.
یونیسف ویلي دي چې افغانستان به تر دوه زره دیرشم کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.
یونیسف څرګندوي چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي ورپورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو شویو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.
حامد کرزي په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې د افغان نجونو پر زده کړو دوامداره بندیز به د افغانستان د اړتیاو د زیاتیدو سبب شي او پر بهرنیو هیوادو به د افغانانو تکیه زیاته کړي.
زلمي خلیلزاد بیا دا مساله د سوالونو په ډول په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ مطرح کړې ده او لیکلي یې دي چې د طالبانو حکومت د دې بندیزونو له راتلونکې خبر دي؟ طالبان د ستونزې د حل لپاره کوم تدابیر لري؟ او که هیڅ پلان نه لري نو فکر کوئ چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي؟.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د جمعې په ورځ د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په وینا، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان به د جمعې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ د باران اټکل کیږي.