د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د ولسي جرګې یو کمېسیون د افغانستان پوهنیز وضعیت ارزوي


د سیګار د راپور تر خپرېدو وروسته د ولسي جرګې د پوهنې او فرهنګي چارو کمېسیون د افغانستان د پوهنیز وضعیت د ارزولو خبره کوي.

د سیګار يا د افغانستان د بیارغونې څخه د امریکا د څار ادارې وروستي راپور د افغانستان د ولسي جرګې د پوهنې او فرهنګي چارو کمېسیون اړ اېستې چې د افغانستان د معارف ارزونه وکړي.

د دغه کمېسیون غړې او په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت د خلکو استازې برېښنا ربیع د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی ارزونې به له کابله پېل او د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"له دې وروسته مو پرېکړه کړې چې ښوونځیو ته به ځو، ولایتونو ته به سفرونه کوو او دا لړۍ به له کابله پېلوو، موږ هر څه له نېږدې ارزوو چې په ښوونځیو کې څه روان دي او وضعیت په کې څنګه دی او دا په ټولو ولایتونو کې سل په سلو کې تعقیبوو."

له دې يوه ورځ وړاندې سیګار يا د افغانستان د بیارغونې څخه د امریکا د څار ادارې يو راپور خپور کړی چې له مخې یې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان د پوهنې د سسټم د ښه والي، د ښوونکو د معاشونو او د ښوونکو د روزنې په برخه کې ۸۶۸ میلیونه ډالر لګول شوي دي.

خو د دغه راپور موندنې ښيي چې يوازې د بلخ ولایت په ۲۶ ښوونځیو کې د برېښنا سسټم غېر فعاله، د ښوونکو شمېر د ورکړل شویو ارقامو څه کم او ۳۰ سلنه ښوونکي په ښوونځيو کې حاضر و.

له دې وړاندې هم دغه ادارې پخپل يوه راپور کې د افغانستان په معارف کې د فساد او پیسو د حیف مېل کېدو او د سلګونو خیالي ښوونځیو او ښوونکو له موجودیت څخه پرده پورته کړې وه.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت دغه راپور رد او ولسمشر د دغه ادعا د څېړلو لپاره په هغه وخت کې يو کمېسیون وګماره.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن د افغانستان د پوهنې وزارت تر هغې کچې په فساد کې ډوب ګڼي چې د ده په خبره د افغانستان معارف یې له سقوط سره مخ کړی.

صدیق پتمن.
صدیق پتمن.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ثابته ده چې له دغو پیسو څخه پخوا هم او اوس هم سوی استفاده شوې، هره يوه هغه افغانۍ چې د افغانستان د خلکو او معارف په نامه راځي او ضایع کېږي دا د افغانستان د خلکو او معارف سره ستره جفا او خیانت دی."

د سیګار د تازه خپاره شوي راپور په اړه مو هڅه وکړه چې د افغانستان د پوهنې وزارت نظر هم واخلو خو دوی زموږ اړیکې ځواب نه کړه.

خو له دې ټولو سره ـ سره ښاغلی پتمن وايي چې د افغانستان معارف ژغورلو ته اړتیا لري او د ده په خبره کې په دې برخه کې که جدي ګامونه پورته نشي نو دا به د افغانستان د خلکو او معارف سره ستره جفا وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG