د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۲

کابل ورځپاڼو د نوې تعلیمي کال پیلېدو په اړه لیکنې کړي


Afghanistan -- Daily newspapers of Kabul, 13Oct2013
Afghanistan -- Daily newspapers of Kabul, 13Oct2013

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د نوې تعلیمي کال د پیلېدلو ستونزو او حل لارو په اړه ځني مطالب او موضوعات خپاره کړي دي.

ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني د ۱۳۹۵ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د پوهنې د کیفیت په لوړېدلو او په دې برخه کې د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار کړی دی.

ویسا لیکي ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د ښووونځي دغه زنګ به د هوساینې ثبات او خوځښت زنګ وي او ټینګار یې کړی چې د پوهنې کیفیت ته باید پاملرنه زیاته شي او د پوهنې وزارت دې له سیاست او فشارونو وایستل شي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکي، نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو چې د هېوا د پوهنې برخه لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

د سر مقالې لیکوال لیکلي په لکونو ماشومان چې ښوونځي ته د تګ په عمر کې دي دوی ته د ښوونې او روزنې د امکاناتو نه شتون، د پوهنې په نظام کې د اداري فساد، خیالي ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي، د ښوونیزو ودانیو او تدریسي کتابونو کمښت، د کتابونو نه معیاریتوب او د مسلکي ښوونکو نه شتون دا د شته ستونزو په توګه یادولی شو.

په سر مقاله کې وړاندې د دغو ستونزو په اړه راغلي چې د دولت وسله وال مخالفین هر کال په لسګونه ښوونځي سوځوي او د معارف کارکونکي او ښوونکي وژني.

د سر مقاله لیکونکي په وینا لازمه ده چې د پوهنې وزارت په دې اړه له ټولو سیاسي جریانونو او د نظام له مخالفینو سره یو تفاهم ته ورسېږي چې د معارف بستر د ایدیالوژیکو اختلافونو او سیاسي کشمکشونو ښکار نشي.

کابل پوسټ

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې هم د خپلې ننۍ ګڼې سر مقاله همدې موضوع ته بېله کړې ده.

کابل پوسټ لیکلي د پوهنې وزارت دې د تړل شویو ښوونځیو پر سیمو وګرځي، سپین ږیري او مخور دې راټول کړي چې له وسله والو مخالفانو سره کښېني او د تړل شویو ښوونخیو په پرانیسته کې ترې همکاري وغواړي.

په سر مقاله کې راغلي چې د پوهنې وزارت دې په ښوونیز نصاب کې د اسانتیا او روڼوالي لپاره د تالیف او ترجمې په برخه کې وړ کسان وګماري او هڅه دې وکړي چې په ساده او روانه ژبه داسې ښوونیز کتابونه جوړ کړي چې په یو ځای کې یې هم د خو موضوع مطرح نشي.
د سر مقاله لیکونکی په باور په تېرو ښوونیزو نصابونو کې دېرۍ بېلګې داسې وې چې له هره پلوه له نیوکې سره مخ وې، خو دا ځل دې هڅه وشي چې د دې مواردو د تکرار مخنیوی وشي او څېړنیز بهیر له هره اړخه په پاکه او سپېڅلې روحیه پیل شي.

XS
SM
MD
LG